شعـــــرونه

غزل/ عمر حمزه

عمر حمزه

زما غربت ، ستـا محبت ، ځمكه ، اسمان او مېږى
ښايست فطرت ، د خداى خلقت ، ښار ، بيابان او مېږى

زه ! ګنهګار ، يم خوار و زار ، همېش بېمار هم پدې
زه ! او جنت ، د عٙيب صفت ، تقوا ، ايمان او مېږى

دا ستا اِنکار ، زما اِنتظار ، په وخت ګذار د تبر
چرته نفرت ، چرته الفت ، څټک ، سندان او مېږى

همغه يار ، جوړ شو اغيار ، نه ځو تر دار او صنم
شان او عِزت ، لري دولت ، د کلي خان او مېږى

شپه او سهار ، يم په بازار ، خو له روزګار نه ستړى
ځي تر قيامت ، زه په غفلت ، ګټه تاوان او مېږى

عمر له پلار ، “حمزه” بېزار ، د خلکو څار نه په تنګ
تر خپل قدرت ، کووم محنت ، ژوند امتحان او مېږى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x