نظــر

دبيت المقدس داشغال عاملين څوک دي؟

ليکنه:معصوم افغان

پرون چه د فلسطين مظلوم اولس په خالي لاسونو د بيت المقدس د خلاصون لپاره مبارزه کوله ،او زياته اندازه شهيدان يې ورکړل چا يې ملاتړ وکړو؟

پرون چه فلسطيني ځوانانو د اسرائيلو له مجهز پوځ سره په چاړو،چاقوکاڼو او مچلوزغو جنګ کولو او له بيت المقدس څخه يې دفاع کوله څوک د فلسطيني ځوانانو سره ودرېدل او چااسلحه ورګړه؟

پرون چه اسرائيلو خپل ښځينه پوځ د مسجد اقصى خواته راويستی او مسلمانانو ته يې پيغور ورکړو ،چا ورته غصه وکړه ،چا وغنده او څوک يې مقابلې ته راووتل؟

پرون چه د مسجداقصى دروازه د اسرائيلو لخوا بنده شوه ،او مسلمانانو ته يې د جمعى لمانځه د اداکولو اجازه ورنکړه ،څوک وو چه دا دروازه يې خلاصه کړه او مسلمانانو ته يې د لمونځ کولو اجازه ورکړه؟

نو بناء پردې وايم چی د مسلمانانو اتفاق او اتحاد ختم شوي ، د مسلمانانو عقيدې مادياتو خرابې کړې ،اکثره د مسلمانو هيوادونو مشران د غرب تر لاس لاندې خلک دي

تش په نامه مسلماني ور پاتې ده که دوى په رښتيا د مسجد اقصى غم خوړلي ،نو مخکى به يې اقدام کړې وو

که دوی په رښتیا دیو مسلمان واکمن په صفت په زړه کی ایمانی درد وای نن به یوه عصبی ناروغ دانبیاؤ دسرزمین داشغال اعلان نه کولو

که دغه دطاغوت له غلامانو سره احساس وای دوی به له

خپلو هغه مظلومو وروڼو سره مرسته کړې وای کوم چی دبیت المقدس دازادی لپاره خپلی وینی نذرانه کړی ،د هغو خويندو غم به يې خوړلې وو چه اوس هم د اسرائيلو په زندانونو کي د وامتصما چيغي وهي

که دوى سره د مسجد اقصى د خلاصون فکر واى پرون به يې هغه مظلومو مسلمانانو ته اسلحى ورکړي واى کوم چه د اسرائيلو له هغه ظالم او جابر پوځ سره په تشو لاسونو مقابله بوخت وو.

مسلمانانو وروڼو چاسره چه د بيت المقدس د خلاصون فکرى دى هغى مخکي لا خپله مبارزه روانه کړې او له هيڅ ډول قرباني څخه دريغ نه کوي

خو افسوس چه د اسلامي هيوادونو اکثرو مشرانو د غرب لمن نيولې ،او هر څه چه غرب ورته واى دوى يې په پټو سترګو مني

نن چه د اسلام لوى دښمن او عصبانی ناروغ (ټرمپ) بيت المقدس د اسرائيلو پايتخت وګاڼه،نو د نړۍ په لر او بر کى د اسلامي هيوادونو لخوا يې کلکه غندنه وشوه ،چه دا غندنه تش له يوه تجارتي اعلان ور آخوا بل هیڅ حیثیت نه لری

ځکه همدوى دى ،چه دى هرڅه ته يې لار هواره کړې او په پټه يې ملاتړ کوي

تيره ورځ د اسرائيلو يوې تلويزيوني رسنۍ خبر خپور کړ،چه د سعودي عربستان او مصر مشران هم ورسره موافق دي چه بيت المقدس دي د اسرائيلو مرکز وګرځول شي

نو مسلمانانو وروڼو ، دا هر څه چه روان دي يوازينى علت يې د اسلامي هيوادونو د مشرانو غلامي ، له دين څخه لرې والى اوالله تعالى ته د سجدى پر ځاى طاغوت ته سجده کول دي

او زه به له دا ووایم چې د وچو له زوره لانده هم سوزي

کوم عرب چې دغه کارته یې لاره همواره کړې او پټ سازشونه یی کړی ان شاءالله ډیر زر به رسوا شي

ځکه دوی د شعائر الله ګستاخي وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x