د جرمني پیلوټان ولي د افغان کډوال د بیرته ستنېدو مخالفت کوي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): تېره اونۍ ځینو جرمني سرچینو خبر ورکړ چې ددغه هیواد یو شمېر پلوټان تیار نه دي چې افغان کډوال بیرته خپل هیواد افغانستان ته ستانه کړي. خبر ویلي چې هغه ۲۲۲ افغانان چې ټاکل شوې وه، افغانستان ته واستول شي، د پيلوټانو د انکار له امله یې لیږد وځنډیدی.

د پبلیک راډیو انټرنیشنل د راپور سره سم د جرمني پیلوټانو دغه موقف یوازي له دې وجې نه دی نیولی چې هغوی د افغان کډوالو سره خواخوږي لري بلکې تر شا یې نور وجوهات هم شته.

د راپور سره سم د جرمني لوفتهانزا شرکت په کال ۱۹۹۹ کې د یوې حادثې سره مخ شو چې له هغه راهیسي دغه شرکت او پیلوټان یې هڅه کوي چې کډوال بیرته خپل هیواد ته انتقال نه کړي. او زیاتوي چې په دغه کال یو سوډانی کډوال د حکومت له لوري ددوی په الوتکه کې د ډیپورټ کېدو پر مهال ساه ورکړه. دهغه لاسونه او پښې تړل شوي وې او پر سر یې هیلمټ/ خولۍ ور اغوستل شوی وه. خو وروسته څرګنده شوه چې هغه مړ دی.

د راپور سره سم ددغه پيښې وروسته جرمنی شرکت نه غواړي چې نوم یې له داسي پيښو سره وتړل شي چې ددوی پر کاروبار بد اثر پرېښودای شي.

د نوي قانون سره سم پيلوټان حق لري چې په اخیره لحظه کې الوتکې د پرواز ورکولو څخه ډډه وکړي که چیري پوهه شي چې کیدای شي الوتکې او یا په الوتکه کې کوم مسافر ته تاوان ورسیږي، په ځانګړي ډول په داسي صورت کې چې یو کډوال ناهیلی بیرته خپل هیواد ته استول کیږي، کیدای شي هغه په الوتکه کې ځانته او نورو ته تاوان ورسوي.

ویل کیږي چې جرمني هیواد افغان کډوالو ته د بیرته ستنېدو په صورت کې د پيسو ورکولو اندازه دو چنده کړې ده، اوس د افرادو پر سر ۱۱۸۵ ډالره، چې نیمی یې په جرمني او نیمی یې بیا په کابل کې ورکول کیږي، او کورنیو ته بیا ۳۵۰۰ ډالر ورکول کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د