بي پي ایل: د کریس ګیل اسمان څکو شپږیزو په مټ رانګپور لوبډلې ۲۰۱۷ جام خپل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بنګلدیش غوره لیګ ۲۰۱۷ سیالیو جام د سمیع شینوارې لوبډلې رانګپور رائیډرز په لومړي ځل خپل کړ.

نن د بنګلدیش غوره لیګ سیالیو کې د رانګپور رائیډرز او ډهاکه ډاینامټس ترمنځ په شیر بنګله لوبغالي کې پایلوبه ترسره شوه، چې رانګپور لوبډلې د کریس ګیل په اسمان څکو شپږیزو په زور د سیالیو جام خپل کړ.

پایلوبه کې پچه د ډهاکې لوبډلې وګټله خو رانګپور لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، رانګپور چې د سمیع شینواري لوبډله ده، په شلو اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځیدلو د کریس ګیل په لوړو شپږیزو ۲۰۶ منډې جوړې کړې.

کریس ګیل چې له پیله تر پایه ولاړ و او هر توپ وهونکې ته یې د خپلو مټو زور وښود، د ۱۸ شپږیزو او ۵ څلوریزو په زور په ۶۹ توپونو ۱۴۶ منډې جوړې کړې، او د بي پي ایل په تاریخ کې یې تر ټولو ډيرې ۵ سلیزې ووهلې.

کریس ګیل په ننۍ لوبه کې د ۲۰ اوریزو ډیر خپل او نور ریکارډونه مات کړل، نوموړي په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې ۱۸ شپږیزې ووهلې چې خپل پخوانی ۱۷ شپږیزو ریکارډ یې مات کړ، همدارنګه لومړنی لوبغاړی دی چې په ۲۰ اوریزو لوبو کې ۲۰ سلیزې وهي، چې تر دې دمه هیڅ کوم لوبغاړي دغه ریکارډ نه دی خپل کړی، نوموړی لومړی لوبغاړی دی چې په ۲۰ اوریزو لوبو کې مجموعي ۱۱۰۰۰ او د ۲۰ اوریزو پایلوبه کې تر ټولو زیاتې ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې کریس ګیل دا مهال په ۲۰ اوریزو لوبو کې تر ټولو ډيرې ۸۱۹ شپږیزې لري، او لومړی توپ وهونکی دی چې په بي پي ایل کې له ۱۰۰ زیاتې شپږیزې وهي.

د رانګپور لوبډلې په ځواب کې ډهاکې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو، د سترو لوبغاړو شاهد افریدي، کرن پولارډ، شکیب الحسن په شمول ۱۴۹ منډې جوړې کړې او د بي پي ایل ۲۰۱۷ سیالیو جام یې له لاسه ووت.

کریس ګیل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د