افغانستان

طالبانو د کورنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه رد کړه

د افغان طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته په رالېږل شوې اعلامیه کې د کورنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه رد کړې، چې پکې د طالبانو د وژلو، ټپي کېدو او نیولو ادعاوې شوې وې.
مجاهد سربېره پر دې په خپله اعلامیه کې د خپلو بریاوو یادونه هم کوي او افغان حکومت لوري ته د تلفاتو اړولو ادعا هم کوي.
د ذبیح الله مجاهد اعلامیه:       
د کابل ادارې د کورنيو چارو د وزارت د خبرپاڼې ترديد:
   د کابل ادارې د کورنيو چارو وزارت د خپل عادت له مخې نن بيا پروپاګند خپور کړ او ادعاي وکړه  چې  ګنې دوي په تيرو۲۴ ساعتونو کې د هيواد په بیلابیلو سیمو کې۱۲ تنه مجاهدين شهيدان، ۹يې ټپيان او ۳تنه يي هم ژوندي نيولي دي. همداراز دعوه کوي چې په يو شمیر ولايتونو کې يې دغه په اصطلاح چاڼيز عمليات ترسره  کړي  او پسې اوږدوي  چې يو شمیر وسلې  او مهمات  يې هم  ترلاسه کړي.
موږ د دښمن  پورته  له حقيقت نه لرې ادعا په کلکه ردوو، دښمن هره ورځ د مجاهدينو د تلفاتو خبرونه خپروي، په داسې حال کې چې د مجاهدينو په وړاندي يې په هر محاذ کې رسوا ماتې خوړلې، بل پلو دښمن ملکي خلک هم  نيسي او ځوروي  چې بیا يي د مجاهدینو په نوم اعلانوي.
 په تيرو څلور ويشتو ساعتونو کې د «خالد بن وليد» عملیاتو په  جريان کې د فاریاب، کندهار، لوګر، خوست، ننګرهار، بغلان، پکتيکا، میدان وردګو، زابل، غزني، هلمند او فراه ولایتونو په بیلابيلو سيمو کې د اسلامی امارت د مجاهدینو لخوا په بهرنيو عسکرو او کورنيو اجيرانو ګڼ بريدونه ترسره شوي  چې له امله ېې زيات  شمير بهرني او کورني  دښمنان وژل شوي او ټپيان شوي دې.
ذبیح الله مجاهد
 د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۶/۲۲هـ ق
۱۳۹۳/۲/۲هـ ش ــ 2014/4/22م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x