نړۍ

ترکیې د بیت المقدس په اړه د عربو موقف کمزوری وباله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ترکیې د بیت المقدس په اړه د امریکې د وروستۍ پرېکړې پر ضد د عربي هیوادونو موقف کمزوری وباله.

ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود جاویش اوغلو نن د سې شنبې په ورځ وویل: داسي ښکاري ځیني هیوادونه د امریکې له غوصې څخه په ویره کې دي، دوی ډېر کمزوری عکس العمل وښود.

نوموړي وویل چې ډیرو هیوادونو تر اوسه دا هم نه ده جوته کړي چې د ترکیې په کانفرانس کې به ددوی نمایندګي په کومه کچه وي.

ترکیه سبا د چهارشنبې په ورځ د اسلامي کانفراس د غړیو هیوادونو د سرمشریزې غونډې کوربه ده تر څو د امریکې د وروستی پریکړي په اړه غور وکړي.

جاویش اوغلو وویل مصر او متحده عرب امارات خپل د بهرنیو چارو وزیران را لیږي او سعودي تر اوسه هم خبر نه دی راکړی چې ددوی نمایندګي به په کومه کچه وي.

نوموړي وویل ځینو نورو هیوادونو هم خبر نه دی ورکړی. او زیاته یې کړه د مسلمانو هیوادونو په دغه سرمشریزې غونډه کې به دوی غوښتنه وکړي چې هغه هیوادونه هم فلسطین په رسمیت وپيژني چې تر اوسه یې نه دی پيژندلی او همداسي به د امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتنه وشي چې خپل پرېکړه بیرته واخلي. خو دا یې جوته نه کړه چې د امریکې پر ضد به عملي ګامونه هم اوچت شي او کنه؟

باید وویل شي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان تر ۵۰ زیاتو هیوادونو ولسمشرانو ته دعوت ورکړی چې ترکیې ته ورشي او د ټرمپ د پرېکړې پر ضد متفق موقف اختیار کړي.

د یادونې وړ ده چې عربي هیوادونو څو کاله وړاندي په یوه سرمشریزه غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د پلامینې په توګه د بیت المقدس پيژندنې په صورت کې به دامریکې سره خپلې دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي، خو له هغه وروسته چې ټرمپ د خپلې پریکړې اعلان کړی، تر اوسه هم کوم عربي هیواد داسي کوم عملي ګام نه دی اوچت کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x