fbpx

لکۍ لرونکي ستوري (المذنبات)

مفتي احسان الله …

هغه ستوري چې لکۍ لري ، هغو ته په عربي کې المذنب او په انګلیش کې Comet موږ ورته یا لکۍ لرونکي او یا دمدار ستوري وايو ، دا ستوري له وړو-وړو زرو نه جوړ وي ، لکۍ لرونکي ستوري دوه قسمه دي : اول : هغه لکۍ داره ستوري دي ، چې د لمر پر خواوشا مسلسل ثابت دوراني حرکت کوي ، ستور پوهان وايې ، چې دا ستوري په اصل کې له خپله مداره د ملینو کیلومترو په مسافه را جلا سوي دي ، د لمر پر شاوخوا يې نوی مدار نیولی دی .

دوهم : هغه مذنبات دي ، چې د لمریز غونډاري سره په ټوله زندګي کې يو ځل د مسافر پر رکم تیریږي ، او په ټول وخت کې یو ځل ښکاري ، دوباره نه لمریز غونډاري ته راځي او نه هم بیا ښکاريږي .

په ټولو مذنباتو کې مشهور د هالي په نامه سره مشهور لکۍ لرونکی ستوری دی ، هالي 75-76 کاله وروسته یو ځل په خپل دوراني حالت کې له زمکي سره تیریږي ، یعني لمر پر خواوشا په 75-76 کلو کې یوه دوره پوره کوي ، د اول ځل لپاره په 1986م کې ولیدل سو ، دا هغه وخت و ، چې هالي د زمکي پر مدار عبور کاو ، په دغه حال کې څلور فضايې بېړۍ ورته قریبي سوي ، او ښه په غور يې د هالي مطالعه وکړه ، ډیر معلومات يې تر لاسه کړل .په راتلونکي کې بیا ليدل په 2061م کې متوقع دی ، هالي له هغو لکۍ لرونکی ستورو له جملې نه دی ، چې انسان يې په لغړو سترګو هم لیدلی سوای .

د اروپايې فضايې اداري په خبره تر ټولو په اول ځل د لکۍ لرونکو ستورو مشاهده تر میلاد 239 کاله وړاندي وسوه ، که څه هم د لکۍ داره ستورو مکتشف إدموند هالي  Edmond Halle (8 د تشرین الثاني نوفمبر 1656- 14 کانون الثانی ینایر 1742 م) بلل کیږي ، خو تر ده وړاندی مسلمان فلک پوهانو لکه ابن ایاس په بدائع الزهور کې 862هـ = 1454م له مذنباتو نه پرده پورته کړه ، مقریزي په اتحاف الحنفاء کې په 379هـ = 989م کې ، ابن الجوزي په المنتظم کې په 299 هـ = 913م کې ، همداسي فیلسوف الکندي او ابن الاثیر په الکامل في التاریخ کې په 222هـ = 837م کې د لکۍ داره ستورو په اړه خبره وکړه .

له دې نه علاوه ډیری لکۍ لرونکي ستوري موجود دي ، چې په عربي کتابو او رسالو کې یادونه سوې ، البته د هغوی او د هالي د دورو په منځ کې فرق سته ، مثلا : د أنکې په نامه لکۍ لرونکی ستوری ، چې 3.3 کلو کې یوه دوره پوره کوي ، او د کوهوتیک په نامه چې په 80 کلو کې دوره پوره کوي ، هیل-بوب په نامه چې په 4210 کلو کې یوځل له زمکي سره تیریږي ، د ناسا د تقریر سره سم که په 1995م کال کې دغه لکۍ لرونکی ستوری نه وای ليدل سوی ، کيدی سي ، چې موږ به يې تر اوسه په وجود هم نه و خبر ، د ځینو لکۍ لرونکو ستورو سرچشمه کیپر کمربند دی ، چې د پلوټو ها خوا واقع دی .

لکۍ لرونکي ستوري له دوو جزؤو جوړ دی ، یو ته يې زڼی (نواة) وايې چې مرکز يې هم بللای سو ، او دوهم د دغه زڼي پر خواوشا ورېځي او حلقې له ګرز او ګازو نه را تاو دي ، یعني لکۍ لرونکي ستوري پر دوې برخي لري : 1- لکۍ 2- سر . کومه برخه چې زیاته روښانه وي هغه ته يې سر ویلکيږي ، دا تر عامو ستورو زیات روښانه او ځلېدونکی وي ، د ګول دایرې په شان وي ، او لکۍ یې تر ډیرو غزېدلي وي ، څومره چې له سره لیري کیږي ، دومره يې ګولايې او رڼايې هم کمیږي ، کله نا کله يې لکۍ زیاتي وي ، متعدد شاخونه لري ، د طاؤس د لکۍ پر رکم یو خوا بل خوا خپره وي ، په 1744 م کې یو لکۍ لرونکی ستور ښکاره سو ، چې شپږ لکۍ يې درلودې .

فلک پوهانو د مدار په اعتبار لکۍ لرونکي ستوري پر دوو قسمو وېشلي دي ، اول : ځيني د لمر شاوخوا یوه دوره تر 200 کلو په کم وخت کې پوره کوي او دوهم قسم يې د لمر پر خواوشا یوه دوره په 200 یا تر 200 کالو نه په زیات وخت کې پوره کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د