شعـــــرونه

غزل/ الماس درانی

الماس درانی

شپه حسن پوشه وه اسمان دومره بدرنګ نه ؤ
کلونه مخکې چې په دغه ښار کې جنګ نه ؤ

بشر ازار نه ؤ ، خالي کچکول ملنګ نه ؤ
خلکو کې مینه وه قربان، نیت د چا تنګ نه ؤ

جلاد مخ نه درلوده، ظلم د اورنګ نه ؤ
شپیلۍ سړه وه د ټوپک، د تورې شرنګ نه ؤ

سترګو تاو کړی ؤ پړونی د حیا له ځان
نجونې مستورې وې د زړونو په سر زنګ نه ؤ

بس خو د وخت په تیریدو خلک بدل شوله
ګنې په یوه انسان کې هم د نفرت رنګ نه ؤ

د ناروغۍ په بستر پروت وې، غریبي هم وه
الماسه هیڅوک دې هم هغه ورځ ترڅنګ نه ؤ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x