
طالبانو د پکتيا ولايت جاني خېلو ولسوالۍ د نيولو بشپړ فلم خپور کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): طالبانو په پکتيا ولايت کې د جاني خېلو ولسوالۍ د عملياتو او نيولو بشپړ او مستند فلم خپور کړی.
جاني خېل ولسوالي د پکتيا له مرکز نه کابو ۸۵ کيلومتره ګوښه ده ، دا ولسوالي د روان کال د جولای مياشتي پر ۲۴مه نېټه طالبانو د مسلسلو تعرضي بريدونه وروسته تر خپل واک لاندي راوستل.
طالبانو او دولتي ځواکونو څو ځله په خپل منځ کې د لنډي مودې په ترڅ کې دا ولسوالي سره لاس پر لاس کړل.
د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ په مستند فلم کې د چريکي جګړې اړوند مقدمه ، عملياتو ته د طالبانو تیاری ، د عملیاتو او جګړې بېلا بيلي صحنې ، د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته د طالبانو ننوتل ، د جګړې په مهال د عسکرو ژوندي نيول او د تر لاسه شويو وسائلو او مهماتو صحنې وړاندي شوي.
د جاني خېلو د نيولو په مهال د فلم په ځينو برخو کې داسي ښکاري چې د جګړې صحنې يې په ډرون الوتکو هم عکاسي شوي.
طالبانو نن ټکي اسیا ته ويلي چې دا فلم د دوی د منبع الجهاد سټوډيو د (جهاد سنګر) د سلسلې دريم نمبر دی چې له وړاندي يې د دې سلسلې نور دوه فلمونه د (جهاد سنګر اول او دوهم ) نشر شوي.
فلم چې ټول ټال ۵۲ دقيقي دی د کتلو لپاره يې لاندي لینکونه ورکړل شوي:
https://archive.org/details/JihadsFront03OrignalFile
د فلم له صحنې ځيني انځورورنه :