افغانستان

شلو وکيلانو د کابل ښاروال د لرې کولو لپاره ارګ کې اعتصاب پیل کړی

نن ټکی اسيا: ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي قيس حسن په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کميسون شلو تنو غړيو نن د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ کې د کابل د ښاروال د لرې کولو په موخه اعتصاب پيل کړی.

قيس حسن وايي، چې د کابل ښاروال په درغلۍ او فساد کې ککړ دی او دوی يې پر خلاف قوي او کره اسناد لري، چې ولسمشر کرزي ته به يې وړاندې کړي.

قيس حسن ټينګار کوي، چې تر هغو به د دوی اعتصاب دوام وکړي، تر څو چې ولسمشر د دوی په غوښتنه د کابل ښاروال له دندې ګوښه نکړي.

سرچينې وايي، چې د قيس حسن په مشرۍ شلو وکيلانو نن له غرمې مخکې ولسمشر کرزي سره وليدل او تر اوسه په ارګ کې د اعتصاب په حال کې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x