شعـــــرونه

غزل/ هاشم سادات

هاشم سادات

رابه شې وخت چې له ډیر غمه، ته به هم وژاړې
د دې حالاتو له ستمه ، ته به هم وژاړې

د محبت په تور رقیب چې مې له کلې شړي
کډه چې ځي مې ستا له چمه، ته به هم وژاړې

قابیل هابیل به درنه هیر شي که دې اوس ولیدل
په خپل اولاد بابا ادمه، ته به هم وژاړې

داسې له درده ډک لفظونه مې په زړه کې پراته
که مې تر تا راوړل قلمه، ته به هم وژاړې

په وینو سره که دې ګلونه ماشومان ولیدل
اې د ظالم ظالمه بمه، ته به هم وژاړې

مخ چې مې پټ وي په کفن کې جنازه مې وځي
چې تل دپاره درنه ځمه، ته به هم وژاړې

د هغې کونډې او یتیم د لوګو تندو کیسې
که درته ومې کړې هاشمه، ته به هم وژاړې
ـــــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x