افغانستان

د کمونیستي دورې د دفاع وزیر، جنرال قادر مړ شو

نن ټکی اسيا: د سردار داود پر خلاف د کودتا مخکښ غړی او د دفاع پخوانی وزير جنرال عبدالقادر د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې متقاعد جنرال عبدالقادر سردار داود روغتون کې بستر وه، چې نن سهار وختي د ورپيښې ناروغي له امله په نوموړي رغتون کې ومړ.
جنرال قادر د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د برنا اباد ولسوالۍ اوسيدونکی وه.

جنرال عبدالقادر د کابل حربي ښوونځۍ او ورپسې د حربي پوهنتون د هوايي ځواک له پوهنځۍ فارغ او د دفاع وزارت کې د جنګي پيلوټ دنده تر سره کوله.
سياسي کارپوهان وايي، چې جنرال قادر د سردار داودخان پر خلاف پوځي کودتا مخکښ رول درلود. ده او اسدالله سروري پر ارګ بمبارد کاوه.
جنرال قادر د ترکي د حکومت پرمهال ونيول شو، ولې بيا د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزير وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x