نظــر

د دوه ځوانيمرګو جنازې

مازيګر مهال په کېمپ کې اوازه شوه

چې دشېنوارو په کېمپ کې

دوه ځوانان دموټر سايکل په ټکر کې

شهيدان شول

ډلې ډلې خلک دځوانيمرګو دکور لور ته ورمات وو

ګنګوسې وې ،تبصرې وې، او کېسې وې

دوه نور ورسره ټپيان هم وو

مرګ خو هسې هم تريخ وي

خو دځوانانو مرګ سړی ډير خفه کوي

ماخستن په جوماتونو کې اعلانونه وشول

چې سبا درې نيمې بجې به يې دکېمپ په لويه مدرسه کې جنازې وي

دجنازې وخت رانېږدې شو

ډير خلک ددې ځوانيمرګو جنازې ته ور روان دي

سپين ږيري،ځوانان

خپل او پردي ټول ور روان دي

څوک په موټر

څوک په موټر سايکل

چا خپلو پښو ته کش ورکړی دی

څوک لا پخوا دجنازې ځای ته رسېدلي دي

دجنازې په ځای کې ګڼه ګوڼه زياته ده

شاوخواشل لوی لوی صفونه تيار دي

خلک غمجن دي خاموشي ده

له لومړي صف نه شيخ کاکا غږ وکړ

چې صفونه تيار کړئ او نيت کوئ

له وروسته صفونو څخه خلکو غږ وکړ

چې شيخ کاکا لږ صبر وکړه خلک را روان دي

ماشومانو هم لاسونه په سرونو ايښي يوې خوا ته ولاړ دي

خو تر څنګ يې تر شلو زيات ځوانان هم شته چې

بې له جنازې ولاړ دي

له عقل نه هم سالم ښکاري

کوچنيان هم نه دي ځوانان دي

جامې يې هم صفا دي

د اودس لپاره اوبه هم وي خو که وخت لنډوتنګ و تيميم پکار وه

خو بيا يې هم په جنازه کې شرکت ونه کړ

ښايي جنازه به يې نه وه زده!؟

که نه بل خو داسې عذر نه ښکارېده

چې دجنازې د نه کولو خنډ ګرځېدلی وه

هو مالومه شوه چې جنازه يې نه وه زده

هو مالومه شوه چې جنازه يې نه وه زده

پدې هېله چې ځوانان دورځې دپنځو لمونځونو په څېر نور لمونځونه هم ياد کړي

مشفق حريتمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x