افغانستان

د افغان – ترک لیسې څلور استادان تښتول شوي، د انجونو پر لیلیه یې چاپه لوېدلې – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ سه شنبه د کابل په تایمني سیمه کې د افغان – ترک لیسې څلور استادان لادرکه شوې، په لومړیو کې ویل کیده چې هغه اختطاف شوي خو وروسته ماښام خواته چې د ملي امنیت ځواکونو د انجونو پر لیلیې چاپه واچول، معلومه شوه چې هغه استادان هم دوی نیولي دي.

د یادې لیسې استادانو او شاګردانو ویلي چې نن ددوی د مکتب درې ترکي او یو افغان معلم په شاه دوشمشیره کې افغان – ترک لیسې ته پر لاره وه چې د نامعلومو کسانو له خوا یې موټر ودرول شو او دوی اختطاف شول خو وروسته څرګنده شوه چې د ملي امنیت ځواکونو هغه بغیر له کومه جرمه تښتولي او بندیان کړي دي چې تر اوسه یې هم د برخلیک په اړه درک نشته.

بلخوا د طلوع نیوز په یوه ویډیويي راپور کې د لیسې شاګردانو چې اکثره یې کوچنۍ انجوني دي، په ژړا او ویرېدلي لهجې شکایت کوی چې د ملي امنیت ځواکونو ددوی پر لیلیې د شپې له خوا چاپه اچولې او دوی یې ویرولي دي.
دوی ویل چې د ملي امنیت وسلوال په لیلیه کې ۳ ساعتونه پاتې شول چې له امله یې انجوني او د هغوی کورنۍ له سختې پرېشانۍ سره مخ وې.

د سمیه په نامه یوې انجلۍ وویل: «دا یو تیری دی، زمونږ پر شخصي حریم تیری دی، یو مسلمان او یو افغان به کله هم دا کار ونه کړي».

د مرسل په نامه یوې بلې انجلۍ وویل: «کله چې زه راغلم، راته وویل شول چې د امنیت کسان د انجونو په لیلیه ننوتلې دا ډېره بده خبره ده».

د پنجشیر څخه راغلې یو ماشومي وویل، «مونږ مور او پلار دلته د زده کړو لپاره رالېږلي یو، دا څه روان دي امنیت دلته څه کوي».

د هغو انجونو پلرونه هم مکتب ته راغلي وه چې نیژدې وه خو هغه چې په لیري پرتو ولایتونو کې دي، په اړه یې یو انجلۍ وویل چې «پر کورنیو به یې څه حال تیریږي».

د یوسف پښتون په نامه د افغان ترک شاګردانو د کورنیو اتحادیې یوه غړي طلوع نیوز ته وویل: «د ملي امنیت ځواکونو څلور معلمان د سه شنبې په سهار ونیول، دوی په شاه دوشمشېره کې بلې لیسې ته پر لاره وه، مونږ ته وویل شول چې هغوی تښتول شوي دي، مونږ فکر وکړ چې د هیواد دښمنانو به دا کار کړی وي خو وروسته خبر شوو چې تښتوونکي د ملي امنیت عسکر وه».

د صدیق الله توحیدي په نامه بل غړي وویل: «دا څرنګه ممکنه ده چې امنیتي ځواکونه یوه ملکي ځای ته او د انجونو یوې لیلیې ته بغیر له کومې اطلاع ورکولو او قانوني مجوز لرلو ننوزي. دا هرڅه غیر قانوني دي».

باید وویل شي چې تېره ورځ سه شنبه تر پيښې لږ مخکې ولسمشر اشرف غني د یوه پلاوي په ملتیا ترکیې ته روان شو او ټاکل شوې چې هلته د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پريکړې په اړه غونډه کې برخه واخلي.

د کارپوهانو په نظر کیدای شي دغه کار د اشرف غني په مستقیمو اوامرو تر سره شوی وي تر څو هلته د ترکیې حکومت ته وښيي چې د افغان – ترک د لیسو پر موضوع کار روان دی.

د ترکیې حکومت غواړي چې د افغان – ترک په نامه ددغو لیسو او مکتبونو اداره بدله شي او د ترکیې حکومت ته وسپارل شي ځکه چې په وینا یې ددغو مکتبونو اداره د فتح الله ګولن دولت ضد ګوند کوي، خو د افغان – ترک لیسې اوسني چارواکي دغه تورونه ردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x