نړۍ

سروې: په امریکا کې د فساد کچه لوړه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روڼتیا نړیوالې ادارې په تازه ټولپوښتنه کې ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ له راتګ وروسته امریکا کې اداري فساد ډېر شوی دی.

یادې ادارې په خپله ټولپوښتنه کې ویلي، چې ۶۰ سلنه امریکایان په دې اند دي، چې په امریکا کې اداري فساد د ټرمپ له راتګ وروسته ډېر شوی او یوازېنی لامل یې ټرمپ دی.

دې ادارې په امریکا کې له ۱۰۰۰ تنو سره مرکې کړي، چې پر بسنټ یې ۴۴ کسانو ویلي، امریکا کې اداري فساد ډېر شوی او سپینه ماڼۍ یې تر ټولو ډېره مفسده اداره بلللې ده.

د ټولپوښتنې له مخې، په هر لسو امریکایانو کې ۷ یې په دې اند دي، چې حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه کې ناکام دی او افریقايي ـ امریکایان پولیس تر نورو ډېر مفسد بلل شوي دي.

په پوښتل شویو خلکو کې په ۱۰۰ کې ۷۴ کسانو بیا ورته ویلي، چې د اداري فساد پر ضد عام خلک ډېره مهمه ونډه اخیستی شي او لاریونونه او غږ اوچتول یې ښه لاره ده.

تېر کال د روڼتیا نړیوالې ادارې په خپله ټولپوښتنه کې ویلي وو، چې په سلو کې ۳۶ امریکایان فکر کوي، چې حکومت د اداري فساد پر ضد اقدام نه کوي؛ خو سږ کال دغه شمېره ۴۴ ته لوړه شوې ده.

د روڼتیا نړیواله اداره په امریکا کې د اداري فساد د ډېرېدو تازه ټولپښتونه داسې مهال خپروي، چې امریکايي چارواکي ډېری وخت پر افغان چارواکو نیوکې کوي، چې د اداري فساد پر ضد ګام نه پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x