افغانستان

حکمتیار وايي چې د خارجیانو په شتون کې شفاف انتخابات نا ممکن دي

 

د حزب اسلامي د حکمتیار ډله وايي چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې به ګډون ونه کړي.

حکمتیار په یوه اعلامیه کې ويلي چې د طالبانو، کرزي او سیاف په ګډون ئې له ټولو مطرح لوريو څخه غوښتنه کړې وه چې په گډه د داسي نوماند ملاتړ وكړو چي د بهرنيو ځواكونو پر پاته كېدو او هغوى ته د اډو وركولو پلوي نه وي، خو هغوى دې ته چمتو نشول.

حکمتیار وايي چې د هلال حمایت ئې هم ځکه وکړ چې د حزب دریځ ته ئې په لیکلي بڼه تعهد کړی وه.

حکمتیار وايي چې د بهرنيو ځواكونو په شتون كي نه عادلانه او شفاف انتخابات ممكن دي او نه به هغوى اجازه وركړي چي داسي حكومت رامنځته شي چي د بهرنيو ځواكونو بشپړ او فوري وتل ئې اساسي شعار وي.

اما زیاتوي چې د هلال څخه ملاتړ ئې په دې موخه وه چې حزبیانو ته په انتخاباتو کې بدیل وړاندي کړي او څوک د حزبیانو رایه ونه پلوري او بل دا چې له فرصت نه استفادې د اشغال پرضد د حزب غږ خلکو ته ورسیږي.

خو ښاغلي حکمتیار هغه احتمال نه دی واضحه کړی چې که بالفرض له هلال څخه ئې ملاتړ نه وای کړی، د حزبیانو رایه به څرنګه پلورل کیدله.

په اعلامیه کې حکمتیار د انتخاباتو پروسه “لوبه” بللې او ویلي ئې دي چې د انتخاباتو لوبه پای ته رسیدلې او نور نه غواړي مزید په کې مصروف پاته شي.

حکمتیار په خلکو غږ کړی چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې خپل رایه او وخت “ضایع” نه کړي.

“ستاسو رایه چې هر څه وي د انتخاباتو بریالی به هغه څوک راوځي چې امریکا ئې د ارګ پر ګدۍ د کښېنولو پرېکړه کړې ده”.

ښاغلی حکمتیار په انتخاباتو کې په درغلیو هم غږیدلی او ویلي ئې دي چې تر یو نیم ملیون زیاتې جعلي پاڼې په صندوقونو کې اچول شوي.

نوموړی ټینګار کوي چې راتلونکی ولسمشر د ولس په رایه نه، بلکه د امریکا په خوښه ټاکل کیږي.

“په دې كي هيڅ شك نشته چي د راتلونكى حكومت په اړه به هره پرېكړه په واشنگټن كي كېږي نه د انتخاباتو د بې واكه كميسيون په دفتر كي”.

د یادونې وړ ده چې ښاغلی حکمتیار دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون لخوا په ابتدايي اعلان شویو نتایجو کې د ښاغلي هلال نوم په نظر رانغی او ارګ ته له رسیدو څخه ئې طمع پرې شوه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x