کابل ګارنیزون ښار کې نامسوولو وسله والو ته مسوولیت ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کابل ګارنیزون مسوولین وايي په ښار کې نامسوول وسله وال باید وسلې ثبت او کسان بیومټریک کړي.

د کابل ګارنیزون قومندان جنرال افضل امان وايي، دوی یو کمپاین پیل کړی چې له مخې به يې ټول نامسوول وسله وال خپلو وسلو ته جوازلیکونه واخلي.

د امان په خبره ښار کې ګڼ داسې کسان چې پر وسلو سربېره لاسي بمونه، سپرې او زولنې هم ګرځوي، ان د امنیتي ځواکونو په دندو کې مداخلې کوي، د ښار د خوندیتوب پر وړاندې ګواښ دي.

نوموړي د دولتي اشخاصو، ملي شورا او زورواکو ساتونکي یاد کړل؛ خو ويې ویل چې ژر به يې د رسمیت چارې پیل شي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ويلي و، دوه میاشتې کې به د ټول هېواد په سطحه نامسوول وسله وال بې وسلې کړي.

کابل ښار چې په دې وروستیو کې د وژنو، غلاو او ګواښونو په مرکز بدل شوی، پکې د مېشتو نامسولو وسله والو کره شمېر نه دی معلوم؛ خو د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر هاشم الکوزي په وينا ۴۵زره تنه نامسوول وسله وال کابل ښار کې شته.

د کابل ګارنیزون په داسې حال کې کابل کې د نامسووله وسله والو اړوند ګام پورته کوي، چې دوه ورځې وړاندې د دې ښار پنځلسمه امنیتي حوزه کې د یوې کورنۍ لس غړي په مرموز ډول ووژل شول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د