افغانستان

مسیر: هلمند کې بمبارۍ د مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره نه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر؛ پخپله تازه ګڼه کې په هلمند کې د بهرنیانو د بمباريو په اړه مطلب خپور کړی.

له نږدې یوې میاشتې راهیسې بهرنیو ځواکونو د افغان پوځيانو په ملګرتيا په هلمند کې هوايي بریدونه زیات کړي او دعوه کوي چې د مخدره توکو د پروسس مرکزونه له منځه وړي.

مسیر کاږي، په هلمند کې روانې بمبارۍ د مخدره توکو پر ضد نه دي، بلکې تر شا نور اهداف لري.

د ورځپاڼې په قول دغه بمباري چې په قطر کې د امریکايي هوايي اډې «العدید» څخه کنټرولېږي، په هلمند کې نوې موخې په ډاګه کوي.

مسیر د هلمند د اوسېدونکو په حواله وايي امريکايان د کانونو له لوټ وروسته ذخایر د هوا له لارې قاچاقوي، ورځپاڼه کاږي «د هلمند ځایي خلکو ان دوې میاشتې وړاندې ادعا وکړه چې امریکايي ځواکونو په ځينو سیمو کې د کانونو استخراج ته مخه کړې او د خانشين د رخام ډبرو کان کیندنې یې د بېلګې په توګه یادولې.»

سرچينه د شنونکو له قوله وايي، امریکايي بمونه نه هلمند کې شته کوکنار له منځه وړلی شي او نه يې هم کروندګرو ته قناعت ورکولی شي.

نواب امیرزي مسیر ته ویلي د امریکایانو بمبارۍ یوازې دومره کولی شي چې «د هلمند د مخدره توکو هغه ګټه چې اوس ورته رسیږي نوره هم زیاته شي او په دغه ولایت کې د نورو هېوادونو رول صفر شي.»

که څه هم ځينې سرچينې طالبان هم د مخدره توکو څخه عاید رواړونکي بولي او له قطره په هلمند کې بمبارۍ يې د طالبانو او امریکایانو شریکه لوبه بللې؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې بې اساسه بللې.

نوموړي یوځل بیا ټینګار کړی چې قطر کې يې له هغه هېواد سره د شویو ژمنو له مخې یوازې د سیاسي اړیکو د ادرس لپاره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x