
د شاعر او لیکوال، عبدالله ستوري دوه کتابونه چاپ سول
د جبران خلیل نثري ټوټې دي چي تکړه شاعر عبدالله ستوري په پوره معیاري شعریت سره پښتو نظم کړي دي. د نظمونو نوموړې ټولګه ۱۵۹ مخونه لري او لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال ورباندي سریزه لیکلې ده.
جار تر محمد سمه:
د عبدالله ستوري دوهمه شعري ټولګه ده چي یوازي نعتیه شعرونو ته پکښي ځای ورکول سوی دئ. د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم پر ثنا، ستاینه، سیرت او اخلاقو باندي د نوښت او معیار برابره دغه د نعتونو شعري ټولګه ۸۴ مخونه لري او لیکوال او شاعر عبدالنافع ثنا د سریزي پر ځای لیکنه پر کړې ده.
یاد دواړه کتابونه په کندهار کي د صداقت خپرندویه ټولني لخوا خپاره سوي دي. مینه وال کولای سي چي له یادې پتې يې ترلاسه کړي.