افغانستان

تخار: د ولسي جرګې غړی پر خلکو د وسلې پر زور خپل امرونه عملي کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د تخار د خواجه بها‌ءالدین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په ولسي جرګې د دې ولایت استازي پر ځينو خلکو وسلې وېشلې او پر نورو په زور خپل امرونه عملي کوي.

تازه په یاده ولسوالۍ کې یو تن، د ولسي جرګې د دې غړي قاضي کبیر مرزبان د نږدې کس ارباب مؤمن له خوا وهل شوی دی.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر هم مني چې ارباب مومن د قاضي کبیر نږدې کس دی او یو عام وګړی يې سخت ډبولی دی.

د وهل شوي کس کورنۍ وايي، قاضي کبیر په سیمه کې پر ګڼو ځوانانو وسلې وېشلې، چې څوک يې له غوښتنو سر وغړوي تر مرګه يې وهي.

د دوی په خبره تر څو چې يې دولت غږ وانه وري له تالقانو نه به بېرته د ولسوالۍ تګ ته زړه ښه نه کړي.

قاضي کبیر بیا له رسنیو سره په خبرو کې دا ډول څرګندونې بې اساسه بولي او وايي چاته يې وسلې نه دي وېشلې.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د کورنیو چارو وزارت د نامسووله وسله والو د بې وسلو کولو ژمنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x