نړۍ

په ترکيې کې د ټرمپ د پرېکړې پر ضد د اسلامي همکارۍ سرمشريزې بېړنۍ غونډه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نن د ترکيې په استنبول ښار کې د اسلامي همکارۍ هېوادونو سرمشريزې بېړنۍ غونډه روان ده.

په دغه غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې پر ضد بحثونه کېږي، چې القدس شريف يې د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه پېژندلې، په عين حال کې فلسطینيان هيله من دي، چې په دغه سرمشريزه کې داسې ټينګه پرېکړه وشي، چې ټرمپ به له خپلې پرېکړې په شا کولو ته اړ کړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود جاوېش اوغلو ويلي، چې دا هېڅ امکان نه لري، چې  «موږ پر فلسطينيانو د اسرائيلو په ظلمونو سترګې پټې کړو او هيله يې څرګنده کړې، چې د اسلامي همکارۍ سرمشریزه به د ټرمپ د پرېکړې پر ضد ټينګه پرېکړه وکړي.

د ټرمپ د پرېکړې په اړه مولود جاوېش اوغلو پر عربي هېوادونو هم نيوکې کړي، چې په دې اړه يې سست دريځ نيولی او زياتوي: «داسې ښکاري، چې يو شمېر عربي دولتونه له امریکا سخت ډاريږي.»

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له تېرې يوې اونۍ راهيسې د اسرائيلو پر ضد توندې څرګندونې کوي، اسرائيل يې ترهګر دولت بللي او ټينګار کوي، چې د اسلامي همکارۍ سرمشريزه به د امریکا او اسرائيلو پر ضد د اسلامي ولسونو د کرکې او نفرت رښتينې استازولي وکړي.

فلسطيني حکومت او ګوندونو د ترکيې په مشرۍ د اسلامي همکارۍ سرمشريزه په اوس وخت کې اړينه بللې او هيله من دي، چې دغه غونډه بايد د فلسطينيانو د حقونو د بېرته ستنولو لپاره ګټوره ثابته شي او د فلسطين لپاره د بیت المقدس سربېره ټول سرحدونه د ۱۹۶۷م کال سره سمه پرېکړه وکړي.

د فلسطين د ملي ګوند مشر مصطفی البرغوثي غوښتنه کړې، چې اسلامي هېوادونه دې له اسرائیلو سره هر ډول اړيکې پرې کړي.

د ۵۷ اسلامي هېوادونو څخه د ۴۸ هېوادونو مشران او استازي په دې غونډه کې د ګډون لپاره ترکيې ته رسېدلي، مصر او اماراتو د بهرنيو چارو وزيران ورلېږي، سعودي د مذهبي چارو وزير شيخ صالح ورلېږلی، په داسې حال کې د نورو اسلامي هېوادونو ډېری مشران په خپله ورغلي او د وينزيوېلا ولسمشر نيکولاس مادرو په کې د مېلمه په توګه ګډون کړی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، چې د نړيوال استکبار پر وړاندې بايد ټوله سرمشريزه په يوه خوله راپورته شي او مخنیوی يې وکړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له تېرو څو ورځو راهيسې د اسرائيلو په ملاتړ د امریکايي ولسمشر پرېکړې پر ضد توندې څرګندونې کوي او ټرمپ ته يې ګواښ کړی، چې دغه پرېکړه به يې ناوړه پايلې ولري او په سيمه کې به نور هم اور بل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x