نظــر

افغاني جینکۍ او هندي پوځیان

ابو یاسر افغان

دا چې زه خپله مسلمان یم او بیا افغان یم، نو بې غیرتي او بې عزتي مې نه په خپل ځان پیرزو شي او نه هم په خپلو نورو مسلمانانو ورونو او خویندو؛ خو حقیقت ویل او د هغو دسیسو افشاء کول کوم چې زموږ د ملت او خلکو د بدنامۍ او د دوی لپاره د تاریخي پیغور او شرم سبب ګرځي، من حیث د یوۀ مسلمان افغان خپله دنده ګڼم، خپل مسؤلیت او فریضه یې ګڼم اګر که ځیني خلک یې په افشاء کېدو خفه هم شي.

د تېرو څو ورځو راهیسي په رسنیو کې دا خبرونه نشریدل چې افغان حکومت هند ته ښځینه عسکرې لیږلي چې د هندي پوځیانو له خوا ورته ټرینینګ یا روزنه ورکړل شي، دا خبرې چا منلې او چا نه منلې، خو د کابل ادارې سابقه پالیسۍ ته په کتنه د حقیقت پلویانو دا هر څه منل چې همداسې شوي دي، هغه دې پرون د سه شنبې په ورځ خبره ښکاره او په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو نشر شوه چې هندي پوځیان افغاني جینکیو ته روزنه ورکوي!! د ویډیو له کتلو وروسته هغوی چې ویل به دا خبر دروغ دی او د اشرف غني د بدنامۍ په موخه نشر شوی او داسې کوم څه نشته، نن یې یو دم خولې په بل ډول خلاصې کړي او د دغې تاریخي دووسۍ او بې غیرتۍ ننګه کوي، رښتیا هم چې د غرب نه را وارد شوي ډیموکراتان، په غربي سریالونو روږدي فکري ناروغان او د هوس او نفس لیونیان د شرم او عار په نوم څه نه پیژني، د ارګ خیاطان لګیا دي دا بې غیرتي او دووسي هم یو ډول پرمختګ ګڼي او وایي: افغان پوځ کې ښځینه پوځیانې ضروري دي!! نو متل دی چې وهم دې کوم ځای او خوږیږي دې کوم ځای، موږ وایو د ښځینه پوځیانو ضرورت جدا خبره ده، مګر دا بې غیرتي به په څه شي پټوئ چې ښځینه پولیسي او پوځیانې مو کله د صلیبیانو مخته پرتې وي کله د هندوانو، بیا لا ځانته د احمدشاه بابا اولاد هم وایاست؟!!

افغان ملت چې ۹۹.۹% مسلمانان دي په اسلام، عزت او شرافت د قربانۍ پوره تاریخ لري، نن د غرب زیره خواره د افغانانو څخه د دغه تاریخي ویاړ د اخیستو لپاره د افغانانو لپاره داسې څه کوي چې زموږ د بدنامۍ سبب کېږي او موږ ته یو تاریخي پیغور جوړیږي؛ پرون چې همدې ولس د امان الله خان د ښځې په بې پرده ګۍ د امان الله خان د واکمنۍ ټغر ورټول کړ، په بغدادي پیر ناولي ناول ایمان راوړونکو ویل چې هغه د انګریز دسیسه وه د امان الله ښځه اروپا کې لوڅه نه وه ګرځېدلې، ترې وپوښتئ چې هغوی نن د اشرف غني د لور او ښځې په هکله څه نظر لري؟؟

همغوی نن په رډو سترګو ګوري چې افغاني جینکۍ کله د موسیقۍ، کله د ټرینینک، کله د تعلیم، کله د سیاحت او کله د حقوقو په نوم بې پته کېږي او د افغان ولس پر لمن د شرم داغونه لګیږي اوس ولې ګونګه خوله دي؟؟

معلومیږي دا چې دوی ټول پر دغه بې ناموسۍ خوښ او خوشحاله دي!!

تاسو فکر وکړئ چې له یوې خوا غربي مؤسسې شپه ورځ د بې حیایۍ په ترویج بوختي دي، رسنۍ هغه څه نشروي چې مستقیماً په کې ښځو ته د فحشا دعوت ورکول کېږي، د خانۀ امن په نوم خوني د هغو ښځو لپاره محفوظ ځایونه دي چې په یو نه یو ډول د فحاشۍ په تور له کورونو تښتیدلي وي، له بلې خوا د ترجمانۍ، عسکرۍ او دفتري کارونو په نوم ښځې د فحشا سمندر ته ور غورزول کېږي او د افغانستان ازلي دښمنان د کابل ادارې سره په دې برخه کې پوره مرسته کوي، د ستاره افغان پروګرام، د اریانا سعید کانسرتونه او پر ښځو د حکومتي لوړو پوړو چارواکو د جنسي تیري کیسې لا پای ته نه وې رسېدلې چې هغه دې بل شرم یې هم افغان ولس ته راوړ او نن افغاني جینکۍ د هندي عسکرو مخته پرتې وي او د روزنې په نوم ورته…. ښودل کیږي اخر دا ولس به تر څو دغه شرمونو او بدنامیو ته زیړې زیړې ګوري؟؟؟ دا د هر مسلمان افغان دنده او مسؤلیت دی چې د دغې بدنامۍ او بې شرمۍ د ترویج او خپراوي د مسؤل حکومت(ارګ) خلاف خپل غږ پورته کړي، اشرف غني خو افغان غیرتي ولس ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د دوه پیسو کړ، که د ارګ خیاطان د دې فحشا او دووسۍ دفاع کوي، نو دوی خو مجبور دي هند څه چې اسرائیلو ته افغاني جینکۍ لاړې شي بیا به هم دا د یو څو ډالرو په بدل کې د ایمان پلورونکي وایي چې نن دی که سبا دی دا وطن په جوړیدا دی!! مګر ګیله له هغو با احساسه افغانانو چې د دې شیطاني پروژو په حقیقت او پایلو یې سر خلاص دی او بیا هم خپل غږ نه پورته کوي، د وسله والو مجاهدینو څخه مو هم ګیله کېږي چې د دغې فحشا پرضد خپل غوڅ او نهایي دریځ نه اعلانوي، که مجاهدین د دغو فاحشو انجونو کورنیو او پالونکو ته اخطار ورکړي او یا د دغو انجونو د جلب او جذب مرکزونه په نښه کړي، نو موږ یقین لرو چې ډېرې ښې او مثبتې پایلې به ولري، له اشرف غني او پلویانو یې فقط همدا تمه کېدای شي چې څه کوي نو د سې آی ای په مشوره او امر یې کوي، خپل اختیار نه لري او هغه دې خپله یې ګورو کومې ناوړه کړنې چې اشرف غني ترسره کړې شاشجاع به په قبر کې پرې شرمیږي، دې سړي خو بیخي له خلکو حیا او عزت واخیسته، زموږ ځیني ناخبره ورونه لګیا دي وایي دغه فاحشې انجوني هزاره ګۍ دي پښتنې نه دي، نو دوی ته به همدومره ووایو چې: افغانان که د هر قوم او ټبر والا دي خو یو ولس دی او د یو افغان بدنامې د ټولو افغانانو بدنامي ده، موږ ټول مسلمانان او بیا افغانان یو، قومي او سمتي توپیرونه موږ ته اعتبار نه لري.

په اخر کې به دومره ووایم چې: نه به ټاپې پروژه سر ونیسي، نه به د چابهار لاره د ولس په درد دوا شي، نه به برق راشي، نه به ریل پټلۍ جوړه شي، نه به امن راشي او نه به پرمختګ؛ خو افغانان به د هر چا د پسخند او خندا شي، تر څو چې دا کفري ډیموکراسي وي او د رولا غني پروژې، نو نه به پنجابیانو ته پورته کتلې شئ او نه ایرانیانو ته او نه نورې نړۍ ته، که افغانان د اشرف غني په څېر مشر لري، نو د تاریخ تر ټولو ذلیلې دورې ته به ورداخل شي او د بدبختۍ پرته به بل څه و نه ویني، د غرب په تبلیغاتو او د اشرف غني په باټو او لاپو غولیدلي خلک دې خپله تګلاره باندې بیا فکر وکړي.

د آزاد، غښتلي او اسلامي افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابودجانه خوستوال

داسی بی ناموسی او بغیرتوب هیڅ کوم غیرتی افغان ته د زغملو وړ نده.
بی بی سی پاڼه ویډیو کی ښکاری چی افغانۍ جنکۍ سیکانو هندواڼو مخی ته د ټریننګ په نوم پراتی، پداسی بی حیایی او بی غیرتی هر غیرتی افغان شرمیږی. زهر د وخوری داسی بغیرته جعلی مشران چی خپل ننګ ناموس د افغان ځلاند تاریخو بدناموی.
ټول افغانان پدی څلویښت کلنو جګړو کی ټریننګ شویدی هیڅ ټریننګ ته اړتیا نلری.
افغان غیرتی ولس نوره انتظار ونکړی او نه باید د چا په تمه پاتی شی خپل غیرت او ناموس پخپله وساتی.

RAZMOHAMMED KAMAWALL

the standard of knowledge is very low,you spend much time for this matter,
you think in india no more female for indian male,they are more respect full for womens,
we have more crime in the country about womens.
all afghans female going to turkey/india or other country,they going for more education;
less think,clean your mind,
look to the world/womens can run the country. like tacher/hillary clinton’
afghan womens have more qualification for leadership,we have to support womens for the better society,thank you

اقبال

کامه وال خو په ټوله کی مجاهد اولس دی ، مګر یو ځان پلورل شوی او ناموس پلورل شوی د ( یاسینی ) په نوم پکی پیدا شو ( وایی پشتون نه کونی کیږی خو چه کونی شی ثانی یا مثال نه لری ) ، هغه یاسینی په اروپا او امریکایی بادارانو سره وخت ډير تیر کړی اوس چه په لیاره ځی د نورو ژباړنو ، ع، غ او کرزی په شان ارت ارت روان وی ، همدغه ارت ارت تګ یی د دی ژوند ذلت او اخرت خو یی وروستی خبره ده نو فکر کوم چه راز محمد کاموال… نور لوستل »

اختر محمد

وروره دافغانی نجونی نه دی دا هزاره ګان دی او خپه داو طلبانه دا کارونه کوی دو ی مفسد دی کابل مزار او هرات وګوره رسمی زایونه لری افغانان دومره بی غیرته نه دی چه خپل ناموس هندوانو ته وسپاری هزاره ګان دی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x