fbpx

په اجتهاد باندې د شیعه ګانو او خوارجو اثر

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د شیعه ګانو او خوارجو په را پیدا کېدو باندې خبرې وکولې او د شیعه ګانو څو مشهورې ډلې مو یادې کړې هغې برخې په تعقیب …
په اجتهاد باندې د خوارجو اثر

خوارجو خپله عقیده داسې اعلان کړه چې دوی ویل څوک چې مطلق ګناه وکوي دا کس کافردی او دا به په دوزخ کې همېشه وي نو پدې خبره سره دوی صرف د وعید آیتونه را واخیستل او د وعدې آیتونه یې ټول شاته کړل او دا رایه د دوی په مشهور کتاب بهجة الأنوار کې د تفصیل سره بیان شوې ده او ددې خپلې عقیدې لپاره دوی هغه آیتونه په دلیل کې وړاندې کوي چې د ګناه دکولو په بدل کې ورته سخت وعید یاد کړل شوی دی لکه الله تعالی چې فرمایی هغه کس چې مؤمن قتل کړي دا قاتل به همېشه په دوزخ کې وي او داسې نور .

نو داسې د فقهی په طرف باندې هم د دوی عقیدې اثر وکولو ځکه دوی ځینې خاص اجتهادونه لري ځکه دوی نعوذ با لله د مشرانو صحابه کرامو اجماع او اجتهادونه هم رد کوي ځکه دوی هغوی ته په عدل او انصاف باندې نه دي قائل او دوی خپلې ځان ته داسې فقهي مسائل لري چې د اهل السنة و الجماعت نه لرې دي .

په اجتهاد باندې د شیعه ګانو اثر

نو د شیعه ګانو بېلتون هم په اجتهاد باندې اثر وکولو ځکه هغه کسان چې شیعه ګان نه وي د دوی په نظر د هغوی نه رایه د منلو ده او نه یې اجتهاد ته دوی څه اهمیت ورکوي نو خامخا بیا دوی خپل نظریات لري او د دوی په مذهب کې اګر که د فقهی مسائلو تکیه کتاب الله او سنت ته ده مګر بیا هم د دوی د مسائلو د استنباط طریقه د اهل السنة و الجماعة له طریقې نه د څو وجو نه بدله ده .

لمړۍ وجه

دوی صرف هغه حدیث مني چې د دوی د امامانو په لاره دوی ته راغلی وي او د هغوی نه بغیر حدیث چې هرڅومره صحیح شي دوی یې نه مني .

دوهمه وجه

دوی اجماع نه مني او د دوی په کتابونو کې چې چېرته د اجماع ذکر دی او یا په کومه خبره باندې اجماع دلیل دی نو دوی اجماع پدې شرط مني چې د دوی په اصطلاح په اجماع کې به کوم معصوم وي معنی دا چې که په کومه اجماع کې د دوی په اصطلاح معصوم نه وي نو د منلو نه ده نو معنی دا چې اصل وجود د معصوم معتبر دی او اعتبار اجماع ته نشته اګر که ټول امت هم په کومه خبره را ټول شي نو که په امت کې په کوم داسې وخت کې اجماع وشي چې په هغه وخت کې د دوی په اصطلاح معصوم نه وي نو اجماع بیا دوی ته د منلو نه ده او دا رایه د دوی سر تر سره باطله ده . المعالم في الأصول
نو د دوی په نیز نیک ګمان صرف په هغه کسانو په کار دی چې دوی ورته معصومین وایی او د هغوی نه بغیر په ټول امت باندې بد ګمانه دي حتی چې د صحابه کرامو اجماع هم دوی ته د منلو نه ده (نعوذ با الله ) او نه ورته هغه حدیث د منلو دی چې د دوی په اصطلاح معصومینو نه وي را نقل کړی .

دریمه وجه

دوی قرآن کریم په هغه ډول باندې تفسیر کوي چې ددوی له رایې سره برابر وي ددې امله دوی صرف د خپلو امامانو تفسیر مني او د نورې نړۍ د مسلمانانو او علماوو تفسیر ورته د منلو نه دی نو ددې امله پدې ځانګړنو سره دوی له اهل السنة و الجماعة نه بېل دي .

او پدې توګه د اهل السنة نه په ډېرو احکامو کې مخالف دي د مثال په ډول :

نکاح المتعة

شیعه ګان یې روا بولي او دوی ګمان کوي چې دا تر قیامته پورې روا ده بلکه کول یې ثواب دی او د دوی ځینې علماء دا هم وایي هغه څوک چې متعې ته روا ونه وايي هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی حال دا چې د اهل السنة و الجماعة د امامانو په اتفاق سره نکاح متعی ناروا ده او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورڅخه منع کړې ده . نور بیا انشاء الله

المراجع :
المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د