دپيغمبرصلى الله عليه وسلم غوره اخلاق

muhammadقاري عبدالحق “حماد”

سعدبن هشام رحمه الله وايي: له حضرت عائشې رضى الله عنها نه مې پوښتنه وكړه چې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم اخلاق څنګه وو؟ راته يې وويل: اياته قران كريم نه لولې ؟ ماورته وويل: لولم يې،ويل: همدا قران كريم دپيغمبرصلى الله عليه وسلم اخلاق دي (۳)_

ابودرداء رضى الله عنه وايي: له حضرت عائشې رضى الله عنها  نه مې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم داخلاقوپه هكله پوښتنه وكړه؛ نو راته ويې ويل: دپيغمبرصلى الله عليه وسلم اخلاق “قران” دى، قران كريم چې په كوم شي خوشحاليږي پيغمبرصلى الله عليه وسلم به په هماغه شي خوشحاليدلو اوپه كوم شي چې قران كريم خوابدى كيږي په هماغه شي به پيغمبرصلى الله عليه وسلم هم خوابدى كيدلو (۴)

زيدبن بابنوس رحمه الله وايي: له حضرت عائشې رضى الله عنها نه مې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم داخلاقوپه هكله پوښتنه وكړه؛ نو راته يې وويل: دسورت مؤمنون لومړني لس اياتونه ولوله، همدا دپيغمبرصلى الله عليه وسلم اخلاق وو

حضرت عائشه رضى الله عنها وايي: هيڅوك ترپيغمبرصلى الله عليه وسلم زيات دغوره اخلاقوڅښتن نه و،كله به چې كوم صحابي يادكورنۍ يوتن غږورتهكاوه پيغمبرصلى الله عليه وسلم به ورته لبيك ويل، له همدې امله خداى پاک دا ايات رانازل كړ ] وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ [ [ن ٩ ]

ژباړه : اوته يقينا په سترو اخلاقو باندې ( سم ) يې (۲)

دبنوسراة قبيلي يوتن وايي: له حضرت عائشې رضى الله عنها نه مې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم داخلاقو په هكله پوښتنه وكړه راته يې وويل: تادقران كريم (وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيم ) ايات نه دى لوستى؟ بيايې راته وويل: يوځل پيغمبرصلى الله عليه وسلم له صحابه ووسره ناست و ماوحفصې رضى الله عنها خواړه ورته تيارول، حفصه رضى الله عنها له مانه ړومبى شوه اوپيغمبرصلى الله عليه وسلم ته يې خواړه وروليږل ماچې وليدل خپلې مينځې ته مې وويل: ورشه دپيغمبرصلى الله عليه وسلم مخ ته چې دحفصې كومه دخوړوكاسه پرته ده هغه چپه كړه ! مينځه ورغله اودهغې كاسه يې واړوله، كاسه ماته شوه اوتركاري ترې توى شوه پيغمبرصلى الله عليه وسلم دكاسې ماتې ټكړې راټولې كړې  توى شوې تركاري يې بيرته ورواچوله اوصحابه وو سره يوځاى يې وخوړه وروسته چې ماخپله كاسه وروليږله پيغمبرصلى الله عليه وسلم زماكاسه همداسې له تركارۍ ډكه حفصې رضى الله عنها ته وروليږله او ورته ويې ويل: داكاسه دخپلې كاسې په بدل كې واخله اوتركارې يې هم ته وخوره، داوايي: ماددې پيښې له امله دپيغمبرصلى الله عليه وسلم پرمبارك مخ دخواشينۍ هيځ اثرونه ليد(۳) 

خارجه بن زيد رضى الله عنه وايي: زماپلار ( زيدبن ثابت رضى الله عنه ) ته څه خلك راغلل غوښتنه يې ترې وكړه چې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم داخلاقوپه هكله څه راته ووايه، پلارمې ورته وويل: زه دپيغمبرصلى الله عليه وسلم كاونډى وم كله به چې پرپيغمبر صلى الله عليه وسلم وحي نازليده زه به يې راغوښتلم چې وحي وليکم، له دې پرته كه به په مجلس كې مونږ ددنيايي چاروخبرې كولې اوكه به موداخرت خبرې كولي پيغمبرصلى الله عليه وسلم به په هرډول خبروكې ګډون راسره كاوه او داهرڅه زه دپيغمبرصلى الله عليه وسلم له لورې بيانوم (۴)

حضرت صفيه بنت حيي رضى الله عنها وايي: له پيغمبرصلى الله عليه وسلم نه زيات دښواخلاقوڅښتن مابل څوك نه دى ليدلى، دخيبرله جګړې نه بيرته راروان وو پيغمبرصلى الله عليه وسلم زه په خپلې اوښې ځان سره شاته كښينولې وم، په لاره راباندې شپه شوه ماته خوب راغى اوسرمې دكجاوې له شاتني لرګي سره ولګيد پيغمبرصلى الله عليه وسلم زه په خپل لاس وخوځولم اوراته ويې ويل: اې! صبروكړه! دحيې لورې! صبروكړه! كله چې قافله “صحباء” سيمې ته ورسيده پيغمبرصلى الله عليه وسلم راته وويل: صفيې! ماچې ستاقوم (دخيبريهودو) سره څه وكړل په هكله يې ستانه بښنه غواړم په اصل كې هغوى زماپه هكله داسې داسې خبرې كړې وې، او ديهودو دبدو خوځښتونو يادونه يې وكړه (۱)

حضرت انس رضى الله عنه وايي: پيغمبرصلى الله عليه وسلم ترهرچازيات مهربان و، په خداى قسم! كه به دسخت ژمي په سهار به هم كومې مينځې ياغلام ياكوم ماشوم اوبه ورته راوړې ( چې پيغمبرصلى الله عليه وسلم يې وكاروي اوبيايې دبركت لپاره هغوى بيرته ځا ن سره يوسي) پيغمبرصلى الله عليه وسلم به انكارنه كاوه اومخ اولاسونه به يې پرې ووينځل،كه به چا ديوخبرې پوښتنه ترې كوله پيغمبرصلى الله عليه وسلم به غوږ ورنږدې كړاو له پوره پاملرنې سره به يې خبره اوريده بيابه هماغه سړي پيغمبرصلى الله عليه وسلم پريښود اوروان به شو، كه به يې چالاس نيول غوښتل پيغمبرصلى الله عليه وسلم به لاس وركړ اوترڅوبه چې هماغه سړي دپيغمبرصلى الله عليه وسلم لاس نه وپريښى، هغهصلى الله عليه وسلم به يې لاس نه پريښود(۲)

انس بن مالك رضى الله عنه وايي: پيغمبرصلى الله عليه وسلم به چې دسهارلمونځ وكړ دمدينې خادمانو اومينځوبه په لوښوكې وبه ورته راوړې ترڅوپيغمبرصلى الله عليه وسلم دبركت لپاره لاس پکې ووهي پيغمبرصلى الله عليه وسلم به لاس ورښکته کړ كله ناكله به دغوخلكودسخت ژمې په سهارهم لوښي راوړل اوپيغمبرصلى الله عليه وسلم به په يخو وبوكې هم لاسونه وهل (۳)

حضرت انس رضى الله عنه وايي: كه به چا پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته لاس وركړ هغه صلى الله عليه وسلم به يې ترهغو لاس نيولى و چې هغه سړي به پخپله پريښود،كه به چا ديوې خبرې لپاره مخ ور واړو پيغمبرصلى الله عليه وسلم به پوره ورته متوجه و تردې چې هغه سړي به خپله خبره خلاصه كړه اوچاهم پيغمبر صلى الله عليه وسلم په داسې حال كې نه و ليدلى چې په مجلس كې يې خلكو ته پښې غځولي وي(۴)

حضرت انس رضى الله عنه په يوبل روايت كې وايي: ماپيغمبرصلى الله عليه وسلم كله هم ونه ليد چې څوك يې په غوږ كې خبره كوي اوهغه صلى الله عليه وسلم ترې سرلرې كړي؛ بلكې هماغه سړي به خپل سرليرې كړ اوداسې مې هم نه دې ليدلې چې چاپيغمبرصلى الله عليه وسلم ته لاس وركړى وي اوپيغمبرصلى الله عليه وسلم لومړى خپل لاس ترې خلاص كړي؛ بلكې هماغه سړي به دپيغمبرصلى الله عليه وسلم لاس پريښود (۵)

ابوهريره رضى الله عنه وايي: كه به چادپيغمبرصلى الله عليه وسلم لاس ونيو ترهغه به يې نيولى و چې پخپله به يې پرېښود او كله هم چاپه مجلس كې پيغمبرصلى الله عليه وسلم غځيدلى پښې ونه ليد ،كه به چاهم ستړي مشي كوله پيغمبرصلى الله عليه وسلم به پوره ورته متوجه كيدلو اوترڅوبه چې هغه سړي خپله خبره پاى ته ونه رسوله پيغمبر صلى الله عليه وسلم به مخ نه ترې اړولو (۱)

حضرت انس رضى الله عنه وايي: كه به دمدينې دخلكويوه ماشومه هم راغله اوپيغمبرصلى الله عليه وسلم به يې له لاسه ونيو هغه صلى الله عليه وسلم به لاس نه ترې خلا صاوه اوبيابه چې هغې ماشومې كومې خواته غوښتل پيغمبرصلى الله عليه وسلم به يې له ځان سره بوولو (۲)

انس رضى الله عنه وايي: په مدينه كې به که يوې مينځې ته هم اړتيا ورپيښه شوه اوپيغمبرصلى الله عليه وسلم به يې له ځان سره بووه هغه صلى الله عليه وسلم به انكارنه كاوه (۳)

حضرت انس رضى الله عنه وايي: يوه ميرمن چې اعصابي ناروغه وه راغله پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته يې وويل: يارسول الله! تاسره مې څه كاردى، پيغمبرصلى الله عليه وسلم ورته وويل: دفلاني مورې! ته چې كومه كوڅه يادوې زه درسره ځم؛ نو ورسره روان شو اوپه يوه كوڅه كې يې دهغې ټوله خبره واوريده (۴)

محمدبن مسلمه رضى الله عنه وايي: زه له يو سفرنه راستون شوم؛ نو پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته ستړي مسي ته ورغلم، هغه صلى الله عليه وسلم مې ترهغولاس نيولى و چې مايې لاس پريښود(۵)

حضرت عائشه رضى الله عنها وايي: پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته به چې په دوه روا كارونوكې اختياروركړل شو؛ نوچې كوم به ډيراسانه و هغه به يې غوره كاوه اوكه به دواړه دګناه كارونه وو بيابه يې ځان ترې لرې كاوه، پيغمبرصلى الله عليه وسلم كله هم له چانه بدله نه ده اخيستې؛ خوكه څوك به يې پر ناروا كاروليد بيابه يې هرو مرو جزاوركوله؛ خوهغه جزابه يواځې دالله جل جلاله لپاره وه (۶)

حضرت عائشه رضى الله عنها وايي: پيغمبرصلى الله عليه وسلم كله هم په خپل لاس كوم خادم ياميرمن يابل څوك نه دى وهلى كه دجهادپه ډګركې يې څوك وهلى وي هغه جلاخبره، دغه راز که به په دوه كارونوكې ديوه اختيار وركړل شو؛ نو هغه به يې غوره كاوه چې ډيربه اسانه و؛ خوپه دې شرط چې دګناه كاربه نه و اوكه به دګناه و بيابه پيغمبرصلى الله عليه وسلم له نورو خلكو ډيرځان ترې ساتلو، كه به چاتيرې پرې وكړ د ځان لپاره به يې له هيچانه غچ نه اخيست؛ البته كه به چادخداى جل جلاله حكم مات كړ له هغه نه به يې دخداى جل جلاله لپاره غچ اخيست (۱)

حضرت عايشه رضى الله عنها په يوبل روايت كې وايي: ماكله هم نه دي ليدلي چه پيغمبرصلى الله عليه وسلم دخپل ځان لپاره له يوچانه دظلم غچ اخيستى وي؛ خوكه به په كوم ځاى كې دخداى جل جلاله امرترپښولاندې كيده بيابه پيغمبرصلى الله عليه وسلم له نورو خلكوزيات پرې خپه كيدى اوكه به ددوه کارونواختيارورکړل شو پيغمبر صلى الله عليه وسلم به هغه غوره كاوه چې ډيربه اسانه و؛ خوپه دې شرط چې هغه كاربه ناروا نه و (۲)

ابوعبدالله جدالي رحمه الله وايي: له حضرت عائشې رضى الله عنها نه مې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم داخلاقوپوښتنه وكړه؛ نوراته يې وويل: دپيغمبرصلى الله عليه وسلم په فطرت كې بې حيايي نه وه اونه به يې په لوى لاس بې حياخبرې كولې، نه به يې په بازاركې چغې وهلې اونه به يې دبدۍ غچ په بدۍ اخيست؛ بلكې بښنه اوتيرېدنه به يې كوله ((۳)

دحضرت توامه رضى الله عنه غلام صالح رحمه الله وايي: ابوهريره رضى الله عنه به چې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم دصفاتويادونه كوله؛ نوداسې به يې ويل: پيغمبرصلى الله عليه وسلم چې به يوچاته متوجه كيدى؛ نوپوره پاملرنه به يې ورته كوله اوكه به يې له چانه توجه اړوله بيابه يې ټول بدن ترې واړاوه، زماموروپلاردې ترې قربان وي! دپيغمبرصلى الله عليه وسلم په فطرت كې بې حيايي نه وه اونه يې په لوى لاس بې حياخبرې كولې اونه په بازارونوكې چيغې وهونكى و (۴)

په يوبل روايت کې وايي: دپيغمبرصلى الله عليه وسلم په شان هستې مې نه له هغه صلى الله عليه وسلم نه وړاندې ليدلې وه اونه مې بياوروسته وليده (۵)

حضرت انس رضى الله عنه وايي: دپيغمبرصلى الله عليه وسلم خوى داسې و چې نه يې چاته ښكنځل كول اونه يې پر چا لعنت وايه اونه به يې دبې حيايي خبرې كولې، كه به له چاخوابدى شويواځې دومره به يې ويل چې په فلاني څه وشول؟ دهغه تندى دې په خاوروشي! (۶)

ابن عمر رضى الله عنه وايي: پيغمبرصلى الله عليه وسلم نه په فطري ډول اونه يې په لوى لاس بى حياخبرې كولې اوويل به يې چې په تاسوكې ترټولوغوره هغه څوك دى چې اخلاق يې ترنورو ښه وي (۷)

حضرت انس رضى الله عنه وايي: پيغمبرصلى الله عليه وسلم چې مدينې منورې ته راغى ابوطلحه رضى الله عنه زه وروستم اوعرض يې وكړ :يارسول الله! انس يوهوښيارهلك دى، دى به ستاسوخدمت كوي، دی وايي: ماپه سفراوحضركې دپيغمبرصلى الله عليه وسلم خدمت وكړ؛ خوپه خداى قسم پيغمبرصلى الله عليه وسلم تر اخره ماته ونه ويل چې داكاردې ولې نه دى كړى؟ يادى داكارولې كړى ! (۱)

انس رضى الله عنه وايي: پيغمبرصلى الله عليه وسلم ترهرچازيات دښو اخلاقوڅښتن و، يوځل يې زه ديوكارلپاره وليږلم ماهسې له ځان سره وويل چې نه ځم؛ خوپه زړه كې مې و چې هرومروبه دپيغمبرصلى الله عليه وسلم امرپرځاى كوم بهرراووتم په بازاركې څوماشومانولوبې كولې؛ نو سيل ته يې ودريدم، دم كړى ته پيغمبرصلى الله عليه وسلم له كوره راووت زه يې دشاله خوا په څټ كې ونيولم، ماچې وكتل پيغمبرصلى الله عليه وسلم خاندي ويل: وړوکيه انسه!ماچې درته ويلي و هلته ولاړې؟ ماويل:هو! اوس ځم، دی وايي: په خداى قسم! مانهه (۹)كاله دپيغمبرصلى الله عليه وسلم خدمت وكړ؛ خوزماپه ياد نه دي چې كله يې ديوكارپه كولو راته ويلي وي چې دادې ولي كړى؟يايې ديوكارپه نه كولو ويلي وي چې دادې ولې نه دى كړى؟ (۲)

انس رضى الله عنه وايي: مالس كاله دپيغمبرصلى الله عليه وسلم خدمت وكړ؛ خوپه خداى قسم په دې دومره وخت كې مې نه دپيغمبرصلى الله عليه وسلم له خولې څخه “اُف” واوريد اونه يې راته وويل چې داكاردې ولې كړى يادې داكارولى نه دى كړى ؟ (۳)

په بل روايت کې وايي: ما لس كاله دپيغمبرصلى الله عليه وسلم خدمت وكړ؛ خوكله هم داسې پيښه ونه شوه چې پيغمبرصلى الله عليه وسلم ماته كوم كارسپارلى وي اوماخراب كړى وي؛ نوپيغمبرصلى الله عليه وسلم دې زه ملامت كړى يم؛ بلكې كه به دپيغمبرصلى الله عليه وسلم په كوركې بل چاهم زه ملامتولم پيغمبرصلى الله عليه وسلم به ورته وويل: ده ته څه مه وايه داكارپه تقديركې همداسې ليكل شوى و (۴)

انس رضى الله عنه وايي: ماڅوكاله دپيغمبرصلى الله عليه وسلم خدمت كړى؛ خوهغه صلى الله عليه وسلم كله هم ماته ښكنځل ونه كړل، نه يې ووهلم، نه يې ورټلم اونه يې ټنډه راته تروشه كړه، كه به يې يوكار را وسپاره اومابه سستي پکې وكړه نه به راڅخه خوابدى كيدى،كه به يې په كوركې څوك راڅخه خوابدى شو پيغمبرصلى الله عليه وسلم به ورته ويل: ده ته څه مه وايه! كه داكارپه تقديركې واى هرومروبه شوى و (۵)

حضرت انس رضى الله عنه په بل روايت كې وايي: زه اته کلن وم چې پيغمبرصلى الله عليه وسلم مدينې ته راغى؛ نو مورمې زه وروستم او ورته ويې ويل: يارسول الله! ټولوانصارو څه ناڅه تحفې درته راوړې؛ خو ماسره له دې زوى پرته بله تحفه نه وه، دى له مانه قبول كړه اوترڅومره مودې چې تاسوغواړئ دى به موخدمت كوي، دى وايي: مادپيغمبرصلى الله عليه وسلم لس كاله خدمت وكړاوپه دې دومره وخت كې زه پيغمبرصلى الله عليه وسلم نه ووهلم، نه يې راته ښكنځل وكړل اونه يې ټنډه راته تروشه كړه(۱)


۳: اخرجه مسلم واخرجه احمدعن جبيربن تقيروالحسن البصري عن عائشه رضى الله عنها نحوه كما في البداية ۶/۳۵

۴ : عنديعقوب بن سفيان

۵ : اخرجه البهيقي ورواه النسائى كمافي البداية ۶/۳۵

۲ : اخرجه ابونعيم في الدلا ئل ۵۷ عن عروة

۳ : عندابن ابى شيبه عن قيس بن وهب كذا في كنزالعمال ۴/۴۴

۴ : اخرجه ابونعيم في الدلائل ۵۷ والترمذي ۲۵ نحوه وكذالك البهيقي كمافي البداية ۶/۴۲ والطبراني كمافيالمجمع ۹ /۱۷ وقال اسنادحسن واخرجه ابن سعد ۱/۹۰ نحوها


۱ : اخرجه الطبراني قال الهيثمي۹/۱۵رواه الطبراني في الاوسط وابويعلى باختصار ورجاثقات الاان الربيع ابن اخى صفية بنت حيى لم اعرفه

۲ : اخرجه ابونعيم في الدلائل ۵۷

۳ : عند مسلم ۲/۲۵۶

۴ : عند يعقوب بن سفيان ورواه الترمذي وابن ماجه كمافي البد ايه ۶/۳۹ وابن سعد ۱/۹۹ نحوه

۵ : عندابى داؤدتفردبه ابوداؤدكذافي البداية ۶/۳۹


۱ : عندالبزاروالطبراني واسناد الطبراني حسن كماقال الهيثمي   ۹ / ۱۵

۲ : عنداحمد ورواه ابن ماجه

۳ : عنداحمدورواه البخارى في كتاب الادب من صحيحه معلقا كمافي البداية ۶/۳۹

۴ : رواه مسلم في صحيحه ۲/۲۵۶ واخرجه ابونعيم في دلائل النبوة ۵۷   عن انس مثله

۵ : اخرجه الطبراني وفيه الجلدبن ايوب وهو ضعيف كماقال الهيثمي ۹/۱۷

۶ : واخرجه مالك والبخاري ومسلم كمافي البداية ۶/۳۶ واخرجه ابوداؤدوالنسائى واحمدكمافي الكنز ۴/۴۷ وابونعيم في الدلائل ۵۷


۱ : عنداحمدكذا في البداية ۶ /۳۶ واخرجه مسلم ۲ /۲۵۶ وابونعيم في الدلائل مختصراوعبدالرزاق وعبدبن حميد والحاكم نحوحديث احمد كمافي كنزالعمال ۴ /۴۷

۲: عندالترمذي فيالشمائل ۲۵ واخرجه ابويعلى والحاكم كمافي الكنز ۴ /۴۷

۳: اخرجه ابوداؤود رواه الترمذى وقال حسن صحيح كذا في البداية ۶ / ۳۶ واخرجه ابن سعد ۱ / ۹۰

۴: عنديعقوب بن سفيان

۵: زاده ادم

۶: عنده ورواه البخاري

۷: عندالبخارى ايضاورواه مسلم كذافي البداية ۶ /۳۶


۱: اخرجه مسلم ۲ /۲۵۳

۲: عند مسلم ايضا

۳: عند مسلم ايضا وزادابوالربيع بشى ليس مما يصنعه الخادم ولم يذكرقوله والله واخرجه البخارى عن انس نحوه

۴: عند احمد كذافي البداية ۶/۳۷ واخرجه ابن سعد ۷/۱۱ عن انس مثله

۵: عندابى نعيم في الدلائل ۵۷

۱: عندابن عساكركذا في كنزالعمال ۷/۹



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.