افغانستان

طالبانو کابل کې د خپلو درې سرتېرو د نيولو خبر رد کړ

نن ټکی اسيا: پرون د سه شنبې په د کورنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې اعلاميه راغلي وو، چې د ملي امنيت کارکوونکو درې سرتيري بريدګر، چې غوښتل يې د کابل په مهمو ځايونو کې بريدونه وکړي، نيولي دي.
اعلاميه کې ويل شوي و، چې دغو درې بريدګرو سره يو کرولا ډولی موټر او د چاوديدونکو توکيو ډک يو واسکټ هم، د څلورمې حوزې په سيمه کې نيول شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کورنيو چارو د وزارت اعلاميه په سختو ټکو رد کړې او دا اعلان يې د حکومت لخوا يو پروپاګند بللی، چې غواړي خلک له دې لارې تېر باسي، چې ګواکي دوی دومره فعال دي.
مجاهد زياته کړې، چې دوی د سختو امنيتي تدابيرو سربېره د کابل په خورا مهمو ځايونو کې خپل هدفي بريدونه کړي او هيڅ امنيتي ارګان ترې ندی خبر شوی.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ له ټاکنو څه موده وړاندې طالبانو د کابل په مهمو امنيتي ځايونو ګڼ سرتيري وسلوال بريدونه وکړل، چې ګڼو بهرنيو او کورنيو افسرانو او امنيتي چارواکو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.
د دفاعي چارو کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي، چې د ټولو اختلافاتو سربېره دطالبانو د پوځي پلان ستاينه کوي، چې د هيواد په هر مهم ځای کې وغواړي، بريالي بريدونو کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x