یو هندی سپين ږیری مسلمان وژني او سوځوي – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هندوستان د راجستان په ایالت کې یوه هندي ځوان پنځوس کلن سپين ږیری په تبر وواژه او بیا یې اور باندي بل کړ.

نوموړي خپل ددغه جرم ویډیو د یوه بل همکار په واسطه ثبت کړې او د هندوستان مسلمانانو ته یې پيغام ورکړی چی جهاد دي له هندوستان وباسي کنه ټول به د هندوانو پر لاس داسي وژل کیږي.

نوموړي خپل دغه ویډیو لومړی پر خپل انسټاګرام پورته کړه او له هغه ځایه بیا په ټولنیزو پاڼو او خبري رسنیو کې را څرګنده شوه.

له هغه وخته چې د هندوستان واک سخت دریځي هندو نریندرا مودي ته په لاس ورغلی، په دغه هیواد کې په تبعیضي ډول د مسلمانانو وژنې زیاتي شوي دي، په ځانګړي ډول یوه ډله چې ځانته د غواګانو (خدایانو) ساتونکي وايي، پر مسلمانانو په دې تور بریدونه کوي چې ولي غواوي حلالوي او خوري يې.

که څه هم په ولسي او رسنیز ډول ددغه جرمونو پر وړاندي منفي غبرګون ښودل کیږي خو ازادي سرچینې وايي چې اوسنی حکومت ددغه سي پيښو په مخنیوي کې جدي نه دی او نه هم دغه مجرمینو ته سزا ورکول کیږي.

تبصرې (1)

  • ددې مسلمان ورور وژنه او سوځونه هغه ته د جنت د بېمې پوخ سند پلاس ورکړ پدې سند کی واضح لیکلی شویدی چه پر دې مسلمان د دوږخ اور حرام دی بناً د نوموړی مسلمان حالت دومره د خواشینی وړ ندی بلکه د هغه د قاتل او ټولو ګاؤ پرستانو حالت د خواشینی وړ دی ځکه هغوی په دواړه جهانه کی مخ توری دی.