نظــر

د ازادۍ سالاره! یتیم ولس دې تر شا پریښود

د لوګر د ویاړونو له اسمانه یو بل ځلانده ستوری راولوید، د ازادۍ د مبارزینو یو ستر سالار، هوډمن شخصیت، د روسي پوځونو مقابل کي د فولادی عظم خاوند، د سنګرونو تاند شخصیت محترم ورور قومندان صاحب معلم تور د اسلام او افغانانو د قسم خوړلو دښمنانانو لخوا په یو ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو.
انالله واناالیه راجعون
شهید معلم تور له کمونستی کرغیړنې کودتا وروسته د خپل ولس په ننګه ودرید، له دینی مقدساتو ساتنه ئي د یو ځوان زلموټي په حیث احساس کړه ، په میړانه يې مقاؤمت پیل کړ هیله يې درلوده چي وضعیت به بیرته د سمون په لور لاړ شي خو متاسفانه کمونستانو د جنایت د پاسه جنایت وکړ زموږ ګران هیواد ئي په سرو لښکرو وپلورلو جوپې جوپې لښکرې په وژونکو وسلو سمبال يې پر افغانستان رامرش کړل  روسانو د هند تر سمندر د تلو خوبونه لیدل ،کابل او ځینې لویو ښارونو کې افغانی کمونستانو د خپل وحشت مظاهر وکړه حتی په عبادتخانو او مساجدو ئی هم سره بیرغونه راوزړول خو د شاعر خبره :
خبر له دې نه ول چې په لار کې خنډ او خار شته
ګونډو شوي په ګونډو شوي ټول جهان کې په ګونډو شوي
به زړه کې دې چې و هغه ارمان کې په ګونډو شوي ….
د افغانستان مسلمان ولس يې به تشو لاسونو مقابلې ته راودانګل بس د الله ج حکمت او رحمت و یوه خوا منظم پوځونو تر شا يې مسکو او کابل، یونیفورم  او وسایل او بل طرف ته الله ج د شهید معلیم تور رح په څیر مټور، باتور او زړور شخصیتونه د ولس له منځ راوټوکول  غلیم يې په ګونډو کړ رمباړې يې جهان واوریدې ، کریملین يې ولړزاؤ، خوړلې جمهوریتونه يي قي کړل ، تر شا او خوا ېي  ملتونه راویښ شول د ډار خفسکه يې بګیل شوه  نن يې د خپلو باروتو  تور لوګي  بوې  پخپلو سوږمو کې حس کړ، دا د حق او باطل معرکه وه ، دا د مظلوم او ظالم ترمنځ جګړه وه ، ظالم به د کابل په کوڅو کې شعار ورکولو نه ماتیدونکې انقلاب؟ نه په شا کیدونکي انقلاب خو خوشبختانه هر هغه څه بدل شول چې دوي يې پرې غولولې ول.
شهید سالار معلیم تور د مظلوم په ګریبان کې د ظالم ننوتې ګوتې ورماتې کړې هیواد يې ازاد کړل خو د دغې معرکې قربانیان تر یو نیم میلون ورسیدل، دولس لکه معیوب لرو، په میلونو مهاجرین لا تیت فرق لرو،۹۰٪ هیواد يې راکنډواله کړ ، جګړه لا شته او پرون د افغان غمیزۍ د بنسټګرو یو افغانی ایرل شارون  جنرال قادر د سردار داود خان روغتون کې سترګې پټې کړې، نه د داود خان د کورنې شهیدانې شوو میرمنو او معصومو کوچنیانو روح ورته په قهر شو او نه يي د روغتون کټ پرې ورچپه کړ نه خپل جنرال قادر او زیړ سترګو ملګرو کې يي دا شرم و چې کوم بل روغتون ته يې یوسي .
نه چا پرې ډز وکړ او نه څوک د انتقام او ثواب په موخه ورته وګواښیدل خو برعکس د ازادی یو سالار ته امن نشته، دښمن ورته په کمین کې، ځکه معلم تور ملی سرمایه وه، هغه سیمه ایز زعامت و، هغه یاد  و، هغه د تاریخ  ویاړمن څلی و، د ولس زیور و،  د غیرتونو افسانې يې درلودې، شهید معلم تور د واغجان تنګي ، محمد اغي ولسوالی او کنجک سیمو کې د شهید داکتر ولی او خیاط سره په همسنګري  ډیر روسی کتارونه تار او مار کړل همدا نن له هغو افغانی افسرانو د ده په هکله وپوښتئ چي لوګر او ګردیز کې وظیفه اجرا کوله هغوي که رښتیا پوځی افسران وی نو د شهید معلم تور د میړانې نه به درته وغږیږي ، شهید معلیم تور د لوګر د مطرح قومندانانو له جملې څخه و ، له ټولو ګوندونو سره يې نیک روابط درلودل، هیچا ترینه منفی خاطره نه درلوده نوموړی د ښاغلی استاد سیاف په مشری د اسلامی اتحاد یو وتلی مجاهد قومندان و  د سیمې خلک ورته د یو قومي سپین ږیری په حیث هم قانع ول، معلم صاحب نه بنګلې درلودې او نه مارکیټونه ژوند يي ساده او کلیوال و ما خپله معلم صاحب شهید له نږدي پیژندو  یوه ورځ يي کیسه کوله چې تنګی واغجان کې مي عمومي سړک ته نږدی قرارګاه جوړه کړه  وايې ناڅاپه ګیلم جمو راباندی حمله وکړه، شدید بمبارد هم ورسره مل و خو مرکز يې رانه ونیوه ویل يې ډیر ګلان مي پکې کرلې ول بس حکومتی عسکرو هملته پکې کنسرت جوړ کړ ساز او نڅا… خو څو ورځې وروسته یو چا راته د همغه کنسرت کیسټ راوړه چې نغمه پکې سندرې وائي :
دوبار به نه کرم د سیند غاړې ګلونه
چې ئي موسم د بهار راشی
 را نه ئي یوسې سیلابونه .
معلیم صاحب شهید سره ما څو هفتی مسافری هم کړې ډیر جانانه خویونه يې درلودل دا دې نن رانه لاړو خپل کورنې يې هم بیخداي پامانی پریښوده  وحشی او جاهل قاتل ته یې وایم د ده کورنۍ او کلي کور دی یتیم کړ غلیم ته دې غټ کار وکړ تا به هم ډیر لږ امتیاز اخیستی خو څه به پرې جوړ کړي؟ عمر به دې څومره وفاء درسره وکړي؟ ته لکه خروړی سپي داسي وکارول شوې د لوې لارې مسافر دی وداړلو، ابراهیم علیه سلام به تر هغې ډوډې نه خوړه چې ترڅو د لارۍ له سر کوم مسافر راتاؤ نکړي او ډوډي ورسره وخوری بیا يي رخصت کړی  مګر تاسو چټلو معلم صاحب داسی حالت کې شهید کړ چي ویل کیږی ستړۍ ستومانه د کور خوا ته راوان و .
په لوګر کې دولتی چارواکو، طالبانو او حزب اسلامی ته می وړاندیز دا دې چې د معلم شهید د قاتلانو پیدا کیدو کې خپل ملي او اسلامي مسؤلیت ادا کړي.
په اخر کې د شهید کورنې، خپلوانو او دوستانو ته د زړه له تله تسلیت وړاندې کوم، موږ دا غم خپل غم ګڼو، غلیم رسوا او شرمنده  لیدل غواړو،  ولسونه باید راپورته شی د ځان دفاع وکړی، مرموز دښمن معلوم کړی خپل ملی شخصیتونه کلی او کور مو په امن کې کړي .
سل ویاړونه ئي د قبر په نښان شه
چي د حق په اور سوزیږي سر هغه دی.
معلم شهیده جنت الفردوس دی ځاي
په احترام
نصرالله احمدزی
۲۰۱۴/۰۴/۲۳
۰۱:۰۵ نیمه شپه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x