د کجکي برېښنا کوټ د د دویمې برخې د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د برېښنا شرکت وايي، د کجکي برېښنا بند دویمې برخې د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.

د دغه شرکت مسوولین وايي، د کجکي د برېښنا بند د دویم پړاو جوړولو طرحه د وزیرانو اقتصادي شورا له خوا تایید شوې او د تدارکاتي پړاو له تېرولو وروسته به یې چارې رسماً پیل شي.

د برېښنا شرکت د مشر امان الله غالب په خبره، د کجکي د دویم پړاو له جوړېدو وروسته به د دغه برېښنا کوټ وړتیا ۱۵۱ مېګاواټو ته ورسېږي.

دی وايي، موږ خپل وروستی وړاندیز اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړی او هغوی تایید کړی او د تدارکاتي پړاو له تېرولو وروسته به یې چارې پیل شي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، د کجکي بند د دویمې برخې پر جوړېدو ۱۷۵ میلیونه ډالر لګښت راځي.

دی وايي، د کجکي برېښنا کوټ د افغانستان لپاره قانوني او حقوقي ګټې لري او چارې به یې د خصوصي سکتور سره په همغږۍ ترسره کېږي.

د کجکي د برېښنا بند د دویمې برخې په جوړېدو سره به د هلمند سربېره کندهار، روزګان او نیمروز ولایتونو ته هم برېښنا ورسېږي او هم به د یادو ولایتونو د بزګرانو کرنیزې ستونزې حل شي.

د کجکي برېښنا بند په ۱۹۴۰ز کال کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په وخت کې یې د جوړېدو چارې پیل شوې او په ۱۹۵۳ز کال کې یې چارې بشپړې شوې.

پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل وروسته دغه برېښنا کوټ هم زیان ولیده؛ خو په ۱۹۷۵ز کال کې یې د برېښنا تولید پیل شو.
هغه وخت د کجکي برېښنا ۱۶مېګاواټه برېښنا تولیدوله او په صنعتي کارونو کې ترې ګټه اخیستل کېده.

د کجکي برېښنا اوسمهال ۳۳ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چې د ځايي خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

افغانستان اوسمهال ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا کړې، چې هر کال ایران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان ۲۵۰ میلیونه ډالر د برېښنا کلنی بیل ورکوي؛ خو له عایدات یې نیمايي پیسې هم نه پوره کوي.

ولسمشر غني تېر کال ژمنه کړې وه، چې په راتلونکو کلونو کې به دومره برېښنا تولید کړي، چې په تېرو سلو کلونو کې نه ده تولید شوې؛ خو تراوسه په کورنیو سرچینو هېڅ پانګونه نه ده شوې.

افغانستان د اوبو پرېمانه سرچینې لري؛ خو په حکومت کې د شته اداري فساد له امله پر وارداتي برېښنا تکیه کېږي او کورنیو سرچینو ته پاملرنه نه کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د