fbpx

د مور شيدې دې شه‎

نظام کندهاری

ماته دې کړه بله سره بلا د مور شيدې دې شه
شاباس آفرين افغانه بيا د مور شيدې دې شه

ګوره ډلې ډلې ستا ليدو ته راوتلي دي
وايي ماشومان طالب ماما د مور شيدې دې شه

سترګه د رقيب دې ور مړه کړې ده پوهېږمه
نشي کتی ځکه ستا پر خوا د مور شيدې دې شه

باسې له بدماشو نه مدام د بدماشۍ بڼې
ياره بس منمه دې ريښتيا د مور شيدې دې شه

څوړ برېت به وي بيا به چا ته ګوتې په برېت نه وهي
ورکړل د عبرت درسونه تا د مور شيدې دې شه

دا ځل دې غليم کړ سم نسکور پر ککرۍ باندې
ګردسره دې صِفر کړ بالا د مور شيدې دې شه

وروسته به کيسې درته نظام په شعر وليکم
يو ځل غېږه راکړه په خندا د مور شيدې دې شه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د