
د مصنوعي غاښونو کیښودلو زیان
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د برطانیې کنګز کالج په یوه طبي څیړنه کې ویل شوي چې مصنوعي غاښونو کیښودل د انسان لپاره د ستر زیان لامل کیدلی شي.
د ډان نیوز په خپاره شوي راپور کې ویل شوي دي چې د څیړنې پر اساس مصنوعي غاښونه لګول د انسان هډوکو د کمزوري کولو لامل کیږي، ځکه چې د مصنوعي غاښونو لګولو وروسته انسان ځینې ځانګړي خواړه نشي کولی چې له کبله یې د هډوکو کمزورۍ احساس کیږي.
همدارنګه مصنوعي غاښونه یا تڼۍ (چې د غاښونو په شکل وي) د طاقت له لحاظه له اصلي غاښونو څو چنده کمزوري وي چې د یو شي په خوړلو او میده کولو کې په پوره ډول کار نه ورکوي.
د څیړنې پر اساس کوم خلک چې له شلو کم مصنوعي غاښونه کاروي، په کمه اندازه روغتیایي خواړه کوي، او په سهي طریقه یې میدولی نشي، چې د همدې له کبله د یادې ناروغۍ سره مخ کیږي.
د څیړونکو په وینا زیات عمر لرونکو ته پکار دي چې د خوراک میدولو وړتیا سره سره باید اغیزمن خواړه وکړي او په سهي معنا یې میده کړي، څو د بدن عضلاتو ته یې ګټه ورسیږي، او د هډوکو د بندونو ناروغۍ مخه یې ونیول شي.
دوی زیاتوي چې د خولې روغتیا او د هډوکو ترمنځ اړیکې ټینګې دي خو په دې اړه څیړنې نه دي شوی.
د مطالعې په جریان کې د ۵۰ نه زیات عمر لرونکو ۱۸۰۰ کسانو پر غاښونو دغه څیړنه ترسره شوه.
د څیړنې پر اساس مصنوعي غاښونو استعمالول او د هډوکو د کمزوروالي ترمنځ پوخ تړاو دی.
سرچینه: ډان نیوز