نړۍ

اسلام اباد: افغان محصلين د خپلو ملګرو د خلاصون لپاره مظاهره کوي

نن ټکی آسیا: نړیوال اسلامي پوهنتون کې افغان محصلین د خپل افغان محصل ایمن د خلاصون او فیصل د تداوي  لپاره ددغه پوهنتون د انګړ دننه مظاهرې کوي.

محصلینو چې  بینرونه يې په لاسونو کې نیولي او د بلاکونو مخې ته ولاړ دي،  په سولییزه توګه د پوهنتون له چارواکو او پاکستان حکومت څخه د خپل ملګري د خلاصون غوښتنه کوي.

په بینرونو  کې لیکل شوي چې (ایمن خلاص کړئ او دفیصل تداوی وکړئ، موږ خپل حقوق غواړو).

څو ورځې دمخه په دغه پوهنتون کې د فیصل نومې افغان محصل له څو نورو پاکستاني محصلینو سره جنګ کړی و،  پاکستاني محصلینو افغان محصل په چاقوانو وهلی و.  فیصل سره هغه مهال ایمن نومې ملګری هم و. ددغه پوهنتون د محصلینو په وینا ایمن په جګړه کې هيڅ لاس نه درلود بلکې د کوښښ یې کاوه چې جنګ خلاص کړي.

هغه مهال پولیسو یو پاکستانی محصل ونیولو او زندان ته یې واچولو.  یو محصل د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی آسیا ته وویل چې د فیصل معده څېرې شوې او ډاکترانو ترې یوه ګرده هم ویستلې، فیصل په دولتي رغتون کې بستر دی او د کورنۍ لخوا يې تداوی کیږي.

د نوموړي په وینا له پاکستاني پولیسو تېره  اونۍ ایمن نومې افغان محصل نیولی او راولپنډۍ د اډیاله زندان کې يې اچولی دی.
نوموړي زیاته کړه چې ایمن بې ګناه دی او باید ژر تر ژره خلاص شي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی وار دی چې افغانان دې په دغه پوهنتون کې مظاهره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x