
یوغم دی راسره/ قاري سعید
قاري سعید
یو درد دی یوه څیړکه ده یو غم دی راسره
په شنډو سوی آه په سترګو نم دی راسره
چې زه دې یم، خپل لمونځ پخپل څادرپخپله پوله
په دې خبره ټول جهان اړم دی راسره
ريښتیا هم دهشتګر یم اتوم خیلو لوی خطر یم
په لاس کې د غوړو د ډبې بم دی راسره
چې زه يې ټيټولم د بنده و بندګۍ ته
هغه جهان نن ټول په ملا خم دی راسره
ناچله سیکې لاس کې په ناترسه بازار سریم
سعیده څه ګیلې، څه آه الم دی راسره