fbpx

که طالبانو نظام درلوده، فلسطین ته یې ځواکونه لېږل

لیکوال: سعید احمدي

دا ښکاره خبره ده چې په افغانستان باندې د ناټو په برید کې د طالبانو یو داسې نظام ونړول شو چې د امنیت، واک، خپلواکي او اسلام له نظره یې بېلګه نه وه.

د طالبانو د نظام پر وخت د امیرالمؤمنین د یوه فرمان په صادرولو سره د ټول افغانستان ولس، حکومتي چارواکو، تجارانو او د هرې طبقې وګړو امر او حکم ته په ورین تندي او خوشالي لبیک وایه.

هغه داسې نظام و چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د اسلام پتنګانو دلته سفرونه راوکړل او اکثریت یې دلته د شرعي نظام تر چتر لاندې په هوسا ژوند تېرولو مېشت شول.

د عربي او عجمي نړۍ اکثرو وګړو ته د طالبانو نظام یو داسې حقیقت ګرځېدلی و چې دوی یې په کتابونو کې د صحابه وو او نبي کریم صلی الله علیه وسلم د وختونو کیسې اورېدلې وې خو په ژوندۍ بڼه یې بېلګه نه وه کتلې، د عمر رضی الله عنه د عدل او نظام کیسې دلته د طالبانو په نظام کې هو بهو د دوی پر وړاندې یو ژوندی مثال وګرځېد. بل لوري ته کفري نړۍ ګوته په غاښ پاتې وه، او په دې وېره کې وه چې که چېرته د افغانستان دغه خلک په همدې حالت تر یو څو کلونو پورې پرېښودل شي نو لرې نده چې د خپلو اسونو او تورو مخه زمونږ پر مخ راواړوي او له داسې حالت سره مو مخ کړي چې بیا به یې د تاوان جبران ونشو کړای.

همدغو حالاتو ته په کتلو سره دوی دې ته انتظار ناست و چې په کومه بهانه دغه خپلواکه او د ایمان په پلوشو سرشاره ځمکه تر هدف لاندې راولي؛ په لنډ وخت کې د پنټاګون د خونړۍ پېښې رامنځته کېدل د دوی لپاره یو ژوندی دلیل وګرځېد او له مخې یې نړۍ د جنګ لپاره اشر کړه او په ډېر کبر او غرور سره یې د پرمختللې ټیکنالوژي او رنګارنګ لویو بمونو په مټ په دغه پاک حریم ناروا تېری وکړ.

د دغې وحشي حملې په ترڅ کې پیا داسې ناترسه ظلمونه وشول چې په ليکلو یې د قلم د رنګ توروالی سپينیږي، ژبې ستړې کیږي او فکرونه یې په اړه له سوچ نه عاجزیږي…

که د خون خوارې نړۍ داسې ظلمونه او اشر په کوم بل عربي یا مسلمان ملک راغلی وای، کېدای شي د الله تعالی له وجود او د اسلام له ټکي نه هم منکر شوي وای… خو دا ولس سره له دومره ناخوالو سره سره په ایمان او اسلام ثابت قدمي او ټینګ پاتې شول، یو ځل بیا د جهاد په سپېڅلي صف کې د مجاهدینو تر څنګ مله او د کفري نړۍ په مخ کې لکه سپر ودرېدل… چې بلاخره دا ده شپاړس کلونه وروسته یې هماغه کفري اشر مات او ناټو بېرته سوال او زاریو ته مجبوره کړه.

په اوسنیو حالاتو کې چې یهودیانو او صلیبیانو مسلمانان په څومره تنګه دایره کې راحصار کړي دي، یوازې او یوازې د مسلمه امت اساسي لامل جهاد پرېښودل دي.

دا چې د نړۍ مسلمانان او غیر مسلمانان د طالبانو په حقانیت او غیرت اعتراف کوي همدا لامل ده چې دوی په هر قسم شرایطو کې د جهاد لمن پرېنښودله، د خپل ناموس او عزت او اسلام لپاره یې سرونه د نذرانې په ډول کېښودل او د دغه جهاد په ذریعه سره یې نورو مؤمنو مسلمانانو ته هم د جهاد او دفاع روحیه وروبخښله.

د مسلمانانو بې وسي ته په کتلو سره کفري نړۍ داسې لوبې په مسلمانانو او د اسلام په بنسټونو وکړې چې تاریخ یې له لیکلو نه شرمیږي.

تازه حالاتو په کتلو سره اونۍ وړاندې د مسلمانانو لومړۍ قبله (بیت المقدس) چې د ټولو مسلمانانو ګډ کور او یو بنسټیز ځای ګڼل کیږي… د غربي فرعون لخوا اسرائیلو ته د مرکز یا پایتخت په توګه ورکړل شو.

دوی چې لاتراوسه رسماً کوم هیواد هم په قبضه کې نلري خو صلبییانو ورته د مسلمانانو یوه سپېڅلې خاوره د مرکزیت لپاره ورکوي، د ټولو مسلمانانو د ایمان وروستی امتحان اخیستل کیږي.

که له بیت المقدس نه د دفاع خبره راولاړیږي نو ډېر کم مسلمانان د جهاد په مټ له بیت المقدس نه د دفاع سوچونه لري، هغه مسلمان ملکونه چې د امریکا او کفري نړۍ د ټیکنالوژي او پیسو تر کلکې غلامۍ لاندې ژوند تېروي په شمار ملکونو او چارواکو یوازې په څو تشو خبرو ځان له دغه دروند مسؤلیت نه خلاص حساب کړ، خو دوی ته دې جوته وي چې دا مسؤلیت درنه قرباني غواړي که رابیدار نشي، نو کفار مو د نړۍ له مخ نه نوم ورکوي.

هغه ډله چې په ريښتېنې توګه یې د مسله امت د بیداري لپاره غږ پورته کړ؛ (طالبان) ول چې د نړۍ مظلومو مسلمانانو ته یې د یوې اعلاميې له لارې یو ځل بیا د جهاد او یو موټي کېدلو غږ ورساوه.

مګر په یقین سره وایم که چېرته د افغانستان خپلواکي، غښتلی پوځ او حکومت د طالبانو په لاس کې وای ضرور به یې د بیت المقدس د دفاع او ازادۍ لپاره پوځونه لېږلي وای.

خو ډاډه یم که له دوی سره له مادي لحاظ نه منظم پوځ او وسایل نشته خو د ایماني غیرت او جهادي ولولو له مخې به یې هر فرد د بیت المقدس د ازادۍ لپاره په افغانستان کې له کفارو او د هغوی له ملګرو (غلامانو) څخه غچ ذره ذره اخلي.

ان شاءالله د دې ټولي او لښکر هر مشر او فرد به د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې د یهودو او نصاراوو په مقابل کې د مسلمه امت د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره سپېڅلې مبارزې او جهاد ته دوام ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د