ورزش

کرېکټ: افغان لوبډله به راروان ۴ کالونو کې یو شمیر ټیسټ لوبې کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د افغانستان او آیرلینډ لپاره د راتلونکو ۴ کلونو کې (۲۰۱۹-۲۰۲۳) د ۵ ورځینۍ، ۲۰ اوریزو او یو ورځینیۍ لوبو مهالویش خپور شو، خو لا تر اوسه پوره بشپړ شوی نه دی.

له دې وړاندې د هند کرکټ بورډ د افغانستان په وړاندې لومړۍ ټيسټ لوبه چې د راروان ۲۰۱۸ کال په پیل کې وي ترسره کړي.

په پیل کې زمبابوی افغانستان ته د ټیسټ لوبې نه کولو عذر وړاندې کړ چې بیا یې استرالیا سره په ۲۰۱۹ کال کې د لوبې خبرې روانې وې چې له دې مخکې یې هند کرکټ بورډ غوښتنه ومنله او د راروان کال په پیل کې به له افغانستانن سره لوبه وکړي او افغان کرکټ بورډ به د کرکټ په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.

هند به دغه لوبه پخپل کوربه توب د افغانستان په وړاندې د کلکتې ښار په ایډن کارډن تاریخي لوبغالي کې ترسره کړي.

افغانستان به د ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې ۱۳ ټیسټ لوبې چې ۷ لوبې یې په کوربه توب او ۶ یې بهر ترسره کیږي، افغان لوبډله به لاندې لوبډلو سره مخامخ کیږي:

۲ لوبې له استرالیا سره په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کالو کې، ۵ لوبې آیرلینډ سره، ۴ لوبې زمبابوی سره، یوه یوه لوبه به د بنګلدیش او ویسټ انډیز په وړاندې ترسره کړي.

د لوبو پشپړ مهالویش به د کرکټ نړیوالې شورا راتلونکې غونډه چې د ۲۰۱۸ جون میاشت کې ده اعلان شي.

همدارنګه افغانستان د ۲۰ اوریزو او یو ورځینو لوبو لپاره هم یو شمیر لوبې لري چې په راتلونکې نیزدې وخت کې به اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x