افغانستان

کندهار کې طالبانو پنځه اربکیان وژلي او درې نور يې ژوندي نېولي

نن ټکی آسیا: د کندهار ولایتي چارواکي او د طالبانو ویاند وايي، چې د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د اربکیانو په پوستې برید شوی، چې پکې د پوستې د قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژل شوي او درې نور ژوندي نېول شوي.

د کندهار د والي سرپرست ویاند او د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوا خان مینه پال وايي، چې دا برید تېره ورځ د قلعه ماشا په سېمه کې د محلي پولیسو ترسره شوی. نوموړی زیاتوي، چې د برید په پایله کې کې څلور اربکیان ځای پر ځای وژل شوي او درې نور ژوندي ورک دي.
بل پلو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د برید د مسؤلیت پر غاړه اخیستلو ترڅنګ وايي، چې په دې برید کې يې له سپکو او درنو وسلو څخه په کار اخیستو داربکیانو د قوماندان په شمول پنځه تنه ځای په ځای وژلي  اودرې نور اربکیان ژوندي نیول شوي.
د احمدي په خبره، په برید کې د مقابل لوري پر یادو تلفاتو سربېره د هغوی دوه ثقیلان ، څلور کلاشنکوفونه او ګڼ شمیر نور مهمات هم د دوی د ملګرو لاس ته ورغلي.

نوموړي دا هم ویلي، چې په برید کې د دوی ملګرو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x