افغانستان

مشرانو جرګه: حکومت له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم غځولو هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): مشرانو جرګه وايي، افغان حکومت پر ډېورنډ کرښه له پاکستان سره معامله کړې او د ټولو هڅو پر وړاندې يې غلی دی.

د مشرانو جرګې غړي رحمت الله اڅکزي ويلي، حکومت له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو له امله د هو سر خوځولی.

اڅکزی وايي که حکومت ورسره جوړجاړی نه وي کړی، ولې يې پر وړاندې جدي ګام نه پورته کوي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني حکومت د روانو کړنو اړوند د حکومت چوپتيا ملامتوونکې وبلله او په وينا يې باید مخه يې ونیول شي.

د جرګې غړو غوښتنه وکړه چې باید د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د ولسمشر حقوقي سلاکار نصر الله ستانکزی استجواب کړي.

د ګډ حکومت له پیل سره پر ډېورنډ کرښه دوه اړخیز عملیات او د دې کرښې اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو وړاندې راتګ پرلپسې ډېر شوی دی.

د حکومت له پیله ځينو سرچینو د افغان حکومت له لوري د ډېورنډ پر رسمیت پېژندلو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x