نړۍ

اردوغان له نړيوالو غوښتي، چې د فلسطين حکومت په رسميت وپېژني

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استنبول ښار کې د اسلامي هېوادونو سرمشريزې ته په پرانيستونکې وينا کې پر امریکا توندې نيوکې وکړې او له نړيوالو يې وغوښتل، چې د يرغمل شوي بیت المقدس د خلاصون لپاره هڅې وکړي او د فلسطين دولت په رسميت وپېژني.

اردوغان وويل: «ترکيه بیت المقدس خپل بولي او تر پایه به ورسره ولاړه وي» او ټينګار يې وکړ، چې د ټرمپ پرېکړه يوازې اسرائيلو تاييد کړې او د نړۍ ټولو دولتونو او ټولنو رد کړې ده.

ترکي ولسمشر د نړيوال قانون له منونکو هېوادونو او ټولنو غوښتي، چې بیت المقدس د فلسطين پلازمېنه ومني او د القدس شريف د ملاتړ او دفاع لپاره ګامونه پورته کړي.

اردوغان، چې اوس مهال د اسلامي همکارۍ د سرمشريزې مشر دی، دغې غونډې ته وويل: «د اسلامي همکارۍ د سازمان د مشر په توګه له امریکا غوښتنه کوم، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.»

د ترکيې ولسمشر وويل، چې امریکا به يو ځواکمن هېواد وي، اټومي وسلې به ولري، خو دا په دې معنا نه شي کېدای، چې امریکا دې د نړۍ هر څه په خپل واک کې واخلي او خپله خبره دې ورته حق ښکاره شي او کومه پرېکړه يې، چې کړې له دې سره به په سيمه کې د جګړې نه ختمېدونکی اور بل شي او پړه به يې د امریکا او اسرائيلو پر غاړه وي.

اردوغان دا هم وويل، چې د ۱۹۶۷ راهيسې د ځمکې نقشه همدا وايي، چې اسرائيل ښکېلاکګر او ترهګر دي او زياته يې کړه، چې «اسرائيل له تېرو څو کلونو راهيسې د فلسطيني ولس وينې تويوي او امریکا دا انعام ورکړ، چې بیت المقدس يې  د اسرائيلي ترهګر دولت پلازمېنه ونوموله.»

د ترکيې ولسمشر خپل امریکايي سيال ډونلډ ټرمپ نړيوال قانون او ولسونو ته په سپکاوي تورن کړی او زياته يې کړه، چې د ټرمپ له پرېکړې سره نړيوال قانون د خلکو په سترګو کې سپک شوی او که د فلسطین قضيه په عادلانه توګه اواره نه شي، په نړۍ کې د سولې او ثبات خبره بې ګټې ده.

اردوګان يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې بیت المقدس د مسلمانانو لپاره سره کرښه ده او د اسرائيلي يرغلګرو پر ضد يې د فلسطينيانو د هر ډول ملاتړ ژمنه وکړه او د غونډې له نورو ګډونوالو يې هم وغوښتل، چې د فلسطين او بیت المقدس د دفاع لپاره چمتو شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x