نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د راتلونکي ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه د بېلابېلو دلایلو له مخې رد کړه.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مشر امیر خان یار نننۍ ناستې ته وویل، په اوسنۍ بودیجه کې د ولایتونو ترمنځ انډول نه دی ساتل شوی او د ۷۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د تېر کال بودیجې اړوند پروژې په بودیجه کې له نوملړه ایستل شوي دي.
د یار په خبره، حکومت د یو شمېر نویو واحدونو لپاره هم بودیجه ځانګړې کړې ده او د ۲۲زره بستونو بودیجه یې هم پکې شامله کړې چې ډېر یې غیر اړین دي.
ده د کومې ادارې نوم وانه خیست؛ خو ویې ویل چې د یوه دفتر د ریاست لپاره اووه زره بستونه په پام کې نیول شوي، چې دغه ریاست سلو تنو ته هم اړتیا نه لري.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۱۲۰ غړي حاضر وو، چې له ډلې یې ۱۱۵رد رایې ورکړې او د راتلونکي مالي کال بودیجه یې رد کړه.
د راتلونکي ۱۳۹۷مالي کال بودیجې ته ۲،۲۶۷ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۷،۹۳ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودیجه په پام کې نیول شوې وه.
مشرانو جرګې د روانې لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېته دغې بودیجې ته د باور رایه ورکړې وه؛ خو ولسي جرګې نن د رایو په اکثریت سره رد کړه.
د افغانستان نوی مالي کال د مرغومې په لومړۍ نېټه پلېږي، چې ټولې اته ورځې ورته پاتې دي.