ورزش

کرېکټ: هندوستان له سريلنکا د تیرې لوبې غچ واخیست/ ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): هندوستان د سریلنکا په وړاندې په یو ورځینۍ لوبه کې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو ۳۹۲ منډې جوړې کړې.

د هند لوبډلمشر روهیټ شرما د سریلنکا څخه د تیرې لوبې غچ واخیست او په یواځې ځان یې ۲۰۸ منډې جوړې کړې او ونه سوځید.

روهیټ شرما پخپله لوبه کې ۱۲ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې ووهلې، چې دا دده لخوا په یو ورځینۍ لوبه کې دریم ځل دی چې ډبل سلیزه وهي.

نوموړی لومړی لوبغاړی دی چې په یو ورځینۍ لوبه کې تر ټولو ډیرې ۲۶۴ منډې جوړې کړي، چې تر دې دمه نړیوال ریکارډ دی.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې سریلنکا هند ته په لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې هند ته ستره ماتې ورکړې وه، چې د هند لوبډله یې له سختو نیوکو سره مخ کړې وه.

https://youtu.be/3Llt88oOtUQ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x