شعـــــرونه

دغزل ښاپېرۍ / الهام

الهام

چې مینه نکړي اراده څه معنی؟
چې وفانه کاندي وعده څه معنی؟

چې یوجهت معین نکړي ځانته
وهغه لورې ته سجده څه معنی؟

یوازې خوندنکړي لتانه بغیر
دژمې شپه که وي اوږده څه معنی؟

دغه سې کس چې وي له خدایه یاغي
هسې په خوله ویل بنده څه معنی؟

شونډې شراب،مخ دې قبله دمینې،
مسجد،محراب،اومیکده څه معنی؟

طالب الهامه دغزل ښاپېرۍ
چې دخیال غیږکې وي ویده څه معنی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x