نړۍ

 اسرائيلي ورځپاڼه: محمد بن سلمان ته اسرائيلو ته د ورتلو بلنه ورکړل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له اسرائيلو خپرېدونکې هارټس عبري ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼې کې ليکلي، چې د اسرائيلو د استخباراتو وزير یسرائيل کاتس د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان اسرائيلو ته رسمي سفر غوښتی دی.

سعودي وليعهد ته دا بلنه په داسې حال کې ورکړل شوې، چې په ټولو اسلامي هېوادونو او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا او اسرائيلو پر ضد د کرکې او نفرت موجونه روان دي.

د هارټس ورځپاڼې دغغه مطلب په عبري او انګليسي ژبو خپور شوی او ټينګار کوي، چې دوی داسې باوري معلومات تر لاسه کړي، چې د اسرائيلو د استخباراتو وزير محمد بن سلمان او د ايلاف ويبپاڼې سعودي مدير عثمان العمير ته اسرائيلو ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده.

ايلاف ورځپاڼه د عثمان العمير تر مدريريت لاندې د شاهي کورنۍ په ګټې خپرونې کوي او ښاغلي عمیر هم د شاهي کورنۍ نږدې خبريال بلل کېږي.

ورځپاڼې د اسرائيلو د استخباراتو وزير له خولې ليکلي، چې سعودي د عربي نړۍ مشري په غاړه لري او دغه هېواد بايد د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ  د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

یسرائيل کاتس وايي: «اسرائيل به ډېر خوښ وي، چې سعودي د منځني ختيځ د سولې په پروسې کې برخوال وي.»

هارټس ورځپاڼې ليکلي، چې سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ایران د پراختيا پر وړاندې ځان د اسرائيلو او امریکا مهم ګډونوال بولي او زیاتوي، چې ګڼو عربي او اسرائيلو رسنيو داسې معلومات تر لاسه کړي، چې محمد بن سلمان له تېرو څو کلونو راهيسې له اسرائيلي چارواکو سره ګڼې ليدنې کړي دي.

تېره مياشت هم اسرائيلي رسنيو راپور ورکړی و، چې محمد سلمان اسرائيلو ته سفر کړی، خو وروسته سعودي چارواکو دغه راپور بې بنسټه وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x