افغانستان

سبا ته د ټاکنو د لومړۍ پايلو پر ځای قسمي پايلې اعلانيږي

د ټاکنو خپلواک کميسون اعلان وکړ، چې د ولسمشريزو ټاکنو لومړۍ پايلې به سبا د پنجشنبې په پر ځای راتلونکې شنبې په ورځ اعلان کړای شي. د ټاکنو د کميسون وياند نور محمد نور و ويل، چې د ټاکنو لومړۍ پايلې به د غويي په شپږمه نيټه د هفتې په ورځ اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کميسون مشر يوسف نورستاني د ټاکنو د دوهمو قسمي پايلو د اعلان پر مهال ويلي وو، چې د ټاکنو خپلواک کميسون به د ټاکنيزو پايلو اعلان د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ثور په څلورمه وشي، ولې د شنبې تر ورځ وغځول شو.

د انتخاباتو د کميسون د بهرنيو اړيکو مشر فريد افغانزي ويلي، چې د ټاکنو د قسمي پايلو درېیمه برخه به سبا د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.

د ټاکنو خپلوال کميسون له دې مخکې دوه ځله د ټاکنو قسمي پايلې اعلان کړې، چې په دواړو کې عبدالله عبدالله لومړی او ډاکتر اشرف غني دوهم نمبر دی. افغانزی وايي، چې پاکو او جعلي رايو توپير او د ټاکنو د کميسون دنده ده او دوی خپلې دندې ته ژمن دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x