نړۍ

اسلامي همکارۍ سرمشريزه: ختيځ بیت المقدس د فلسطين يرغمل شوې پلازمېنه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د اسلامي همکاريو سرمشريزې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پرېکړه په يوه خوله رد کړه، چې بیت المقدس يې د اسرائيلو پلازمېنه پېژندلې او ژمنه يې کړې، چې دوی د اسرائيلي ښکېلاک له لوري يرغمل شوی ختيځ بیت المقدس د فلسطين دولت پلازمېنه پېژني.

د اسلامي سرمشريزې ګډونوالو په خپل وروستي پرېکړه‌ليک کې وويل: «موږ دا ردوو او په سختو ټکو يې غندو، چې ډونلډ ټرمپ په يوازې سر د نړيوال قانون پر خلاف بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه پېژندلې او دغه پرېکړې زموږ لپاره باطله او لغوه ده.»

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې ټرمپ د سولې ټولې هڅې له خنډونو سره مخ کړې او دغه پرېکړه يې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ په ګټه او د سولې پر ضد بللې ده.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د فلسطين ولسمشر محمود عباس او ګڼو نورو مشرانو وويل، چې امریکا د منځني ختيځ د سولې په تړاو د منځګړي اهلیت او رول له لاسه ورکړی دی.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د امریکا له پرېکړې سره اسرائيلو ته نوره هم لاره خلاصه شوه، چې پر فلسطينيانو خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي او د فلسطين پر خاوره خپله ناقانونه ابادۍ جوړې کړي.

پرېکړه ليک زياتوي، که امنيت شورا په دې اړه ګام پورته نه کړ، نو دوی چمتو دي، چې دغه مسئله په ملګرو ملتونو کې راپورته کړي.

د ترکيې ولسمشر د غونډې په پرانستونکې وينا کې د سرمشريزې له ګډونوالو وغوښتل، چې ختيځ بیت المقدس د فلسطين پلازمېنه وپېژني او د فلسطين ولسمشر محمود عباس وويل، که دا غوښتنه ونه منل شي، نه به سوله وي او نه هم کراري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x