افغانستان

مالیې وزارت: ولسي جرګه دې د راتلونکي کال د بودیجې د رد پرېکړه بېرته واخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د مالیې وزارت وروسته له هغه د ولسي جرګې د وکیلانو څخه د راتلونکي مالي کال د بودیجې د تصویب غوښتنه وکړه، چې نن مازیګر د دې جرګې غړیو د رایو په اکثریت د راتلونکي مالي کال بودیجه رد کړه.

د یاد وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي په ویډیو پیغام کې د ولسي جرګې څخه غوښتي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه دې تصویب کړي.

د عبدالرحیمزي په خبره، د ولسي جرګې د وکیلانو څخه غوښتنه کوو، چې له اساسي قانون سره سم د ۱۳۹۷ کال بودیجه پر ټاکلي وخت تصویب کړي؛ څو د پراختیايي پروژو  د ځنډ مخه ونیول شي او ټولې چارې سمې پر مخ ولاړې شي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مشر امیر خان یار نن مازیګر د ولسي جرګې ناستې ته ویلي وو، چې حکومت د ولایتونو ترمنځ ناانډولي، د ځینو بې ضرورته واحدونو د تشکېل او د ځینو ادارو ته د ډېرو بستونو  د ورکړې له امله د راتلونکي مالي کال بودیجې ته د رد رایه ورکړې ده.

ولسي جرګې د راتلونکي کال د بودیجې طرحه رد کړه

د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۳۶۱،۹ میلیارده افغانۍ ده.

د افغانستان نوی مالي کال د مرغومې په لومړۍ نېټه پلېږي، چې ټولې اته ورځې ورته پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x