افغانستان

اعتراض كوونکي: د نجونو پر ليليه چاپه؛ وحشي عمل دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت له لوري د افغان ترک ښوونځي د نجونو پر ليلیه د چاپې په غبرګون کې د دې ښوونځي د کورنیو شورا غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وویل، ملي امنیت وحشي حرکت کړی چې د افغان ترک ښوونځي د نجونو پر لیليې يې چاپه اچولې ده.

تېره شپه ملي امنیت په د کابل ښار تایمني کې د افغان ترک لېسې د نجونو پر ليليې چاپه واچوله چې درې ساعته يې پکې تېر کړل.

د دې زده کوونکو د کورنیو د شورا په ناسته کې د ملي امنیت له لوري دا کړنه وغندل وشوه او ټینګار يې وکړ چې باید د دې عمل ځواب وویل شي.

د افغان ترک ښوونځي د کورنیو د شورا غړی وحیدالله توحيدي وايي، دا ډول کړنې د زده کوونکي پر رواني وضعیت بد اثر کوي.

خواله رسنیو کې هم د افغان ترک ښوونځي د نجونو پر ليليې د ملي امنیت له لوري چاپه شرموونکی عمل بلل شوی دی.

د یاسر محمدي په نوم یو تن پر ملي امنیت غږ کړی، چې دا ډول کړنې دې بندې کړي کنه د ولس له جدي غبرګون سره به مخ شي، هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «امنيت ملي نه هم جنايت ملي جوړ شو لعنت مو په دي کړنو، په لوی لاس دولت کفري او وحشي معرفي کوي د رهبري توقع ده چي ځناوران ظالمان بي دينان او وحشيان د ملي امنيت له اداري نه لرې کړي کنه مسلمان افغان ولس به د دا رنگه اسرايلي وحشت په مقابل کي دولت غير اسلامي وگڼي او نړول به يي خپل فريضه و گڼي».

تازمیر محمدي بیا په دري ژبه د ملي امنیت له لوري دا کار غندلی، هغه لیکلي: «ډېر د افسوس ځای دی، دې حکومت څه خوب لیدلی، نور ټول هېواد ګل ګلزار دی، یوازې د نجونو لیلیه پاتې ده، هلته يې هم چاپه اچولې، دوی پر کوم دلیل او د کومو احکامو له مخې دا کار کړی؟»

تر دې چاپې څه موده وړاندې د دې ښوونځي څلور تنه ښوونکي د ملي امنیت له لوري تښتول شوي، چې د کورنیو د شورا په وینا تر اوسه يې هم له برخلیک نه دی معلوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x