نړۍ

ايران کې د طلاق زياتېدونکو پيښو چارواکي انديښمن کړي

نن ټکی اسيا: ايراني چارواکي په دغه هيواد کې د طلاق د زياتيدونکو پيښو له امله ډېر انيښمن دي او په دې اړه د ډېرو کوښښونو سربېره بيا هم د ايران خلکو کې طلاق ورځ تر بلې ډېريږي.
عربي رسنۍ د ايران د نفوس شمارۍ د مشر احمد تويسرکاني له قوله وايي، چې چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال تر منځ په ايران کې، ۷ لکه ۵۷ زره ۷۵۳ ودونه شوي، چې يو لک ۵۷ زره ۷۵۳ ودنه بيرته د طلاق له امله فسخه شوي دي.
راپور زياتوي، چې تېر کال هر شلو ودونو کې پنځه بيرته طلاق شوي دي.
په پلازمېنه تهران کې د تېرو ۷ کلونو په ترڅ کې د طلاق سلنه له ۱۲ څخه تر ۲۱ پورې پورته شوې ده.
تهران کې هر درې ودنو کې يو د طلاق ښکار کيږي.
د ايراني چارواکو لخوا خپلو خلکو ته د زياتو ودونو او ډېرو بچيو د پيدا کولو د تشويق سربېره بيا هم دغه هيواد کې د طلاق زياتيدونکې کچې چارواکي انديښمن کړي دي.
د ايران روحاني مشر ايت الله خامنايي ايراني چارواکو ته لارښوونه کړې، چې خپل خلک ډېرو ودونو او بچيانو پیدا کولو لپاره تشويق کړي، ترڅو راتلونکو پنځوسو کالو کې د ايران ابادي له اويا مليونو څخه ۱۴۰ ميلونو ته ورسيږي.
د يادونې وړ ده، چې ايراني چارواکي انديښمن دي، چې که د بچيانو د پيدا کيدو کچه همدومره ټيټه پاتې شي، نو راتلونکو ۳۰ کالو پورې به ايران کې يو ځوان هم پاتې نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x