افغانستان

اجراییه مشر: ټاکنیز کمېسیونونه دې له هر ډول لاسوهنې پرته خپلې چارې پر مخ یوسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي رییس وايي، راتلونکې ټاکنې به له هر ډول لاسوهنې پرته ترسره شي او په ټاکنو کې به هېچا ته د لاسوهنې حق ورنه کړي.

نوموړي نن د ټاکنو او سیاسي ګوندونو تر عنوان لاندې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا له لوري جوړي کنفرانس ته په خبرو کې وویل، چې په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو ونډه مهمه ده؛ خو په تېرو شپاړس کلونو کې حکومت د ګوندونو ترمنځ د سالمې ودې لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره، د ټاکنیزو کمېسیونونو د اصلاح په کمېسیون کې ډېر بحث پر دې و، چې په ټاکنو کې دې ګوندونو ته هم یو سلنه برخه ورکړل شي؛ خو له بده مرغه ځینو ګوندونو دغه مسئله قومي کړه.

د د ناستې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې راتلونکې ټاکنې به رڼې ترسره کړي او ټاکنیز کمېسیونونه دې په ناپېیلي ډول خپلې چارې مخ ته یوسي او هېچا ته دې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

ده وویل، اوسمهال بې باوري شته؛ خو د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي باید په خپلواکه توګه خپلې دندې ترسره کړي.

عبدالله عبدالله له سیاستوالو، د مدني ټولنو او له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د ازادو ټولټاکنو لپاره کار وکړي او راتلونکې ټاکنې دې د خلکو له هیلو سره سمې ترسره شي.

نننۍ ناستې ته د ازاد او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجراییوي مشر محمد یوسف رشید وویل، تراوسه ګوندونه نه دي توانېدلي، چې ملي طرحه ولري او له قومي او سمتي مسئایلو رابیرون شي.

عبدالله عبدالله داسې مهال د راتلونکو ټاکنو کې د شفافیت خبره کوي، چې اوسنی د ملي یووالي حکومت درې کاله وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د مخکېني وزیر جان‌کېري په منځګړیتوب د امریکا په سفارت کې جوړ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x