ورزش

T10: ټي ټين کرېکټ لیګ سیالیو کې ۵ افغان لوبغاړي لوبیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ټي ټين لیګ (TCL) سیالۍ کې چې د کرکټ تر ټولو کمه اوره لوبې دي په لومړي ځل به په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، ۵ افغان ملي لوبغاړي لوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ دغه خبر پخپله فیسبوک پاڼه خپور کړی او ویلي یې وو چې ټاکلی شوې یو شمیر نور افغان لوبغاړي به هم دغه سیالیو ته واخیستل شي.

یادې سیالۍ کې چې د روانې دیسمبر میاشتې په ۱۴ نیټه پیلیږي او په ۱۷مه نیټه پای ته رسیږي، د شارجه نړیوال لوبغالي کې به د پنجشنبې په ورځ په ۵:۳۰ بجو پیل شي.

دغه سیالۍ ټولې ۶ لوبډلې او ۱۳ لوبې لري، چې د لوبډلو نوملړ په لاندې ډول دي:

مراټها عربینز، کولمبو لاینز، پښتونز، کیرالا کینګز، بنګال ټایګرز او پنجابي لیجنډز لوبډلې دي، چې په کې د افغانستان په شمول د پاکستان، سري لنکا، ویسټ انډیز، بنګلدیش او نورو لوبډلو لوبغاړي شامل وي.

د افغان لوبغاړو څخه دولت ځدراڼ په پنجابي لیجنډز، محمد نبي او نجیب ځدراڼ په پښتونز، ګلبدین نایب په کیرالا کینګز او ظاهر خان په بنګال ټایګرز لوبډله کې لوبیږي. همدارنګه مجیب ځدراڼ او ځینې نور لوبغاړي هم په دغه سیالیو کې اخیستل شوي.

ددغو سیالیو یوه لوبه به ۹۰ دقیقې وخت اخلي چې د ۲۰ اوریزو لوبو نیمایي او د فوټبال لوبې وخت سره سم دی، معنا دا چې یوه ورځ کې ۴ یا ۵ لوبې په اسانۍ سره ترسره کیدلی شي.

دغه ۶ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي، په A ګروپ کې بنګال ټایګرز، کیرالا کینز، پنجابي لیجنډز، او په ګروپ B کې مراټها عربینز، پښتونز او کولمبو لاینز لوبډلې شاملې دی، چې هره لوبډله به دوه لوبې کوي او بیا به بل پړاو ته داخلیږي.

ددغو سیالیو لړۍ به سبا په عربي اماراتو کې ترسره شي، چې په لومړۍ ورځ ۲ لوبې، په دوهمه، دریمه او څلورمه ورځ ۴-۴ لوبې کیږي، چې پایلوبه به د دیسمبر په ۱۷مه نیټه ترسره شي.

د یادو سیالیو په اړه یو شمیر لوبغاړو ښه نظر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه لوبې د کرکټ په تاریخ کې یو نوی پرمختګ دی او لوبغاړو ته یو شمیر ګټې وربښي، خو ځینو نورو د نیوکو په توګه ویلي چې دغه لوبې به د ټيسټ لوبو خوند او اهمیت له منځه ورک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x