افغانستان

شيرزی: ځينې وسلوال راته د مرګ ګواښونه کوي

نن ټکی اسيا: هرات ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر عبدالله شيرزی وايي، چې د ځينو وسلوالو لخوا ورته د مرګ ګواښونه کيږي.
شيرزي زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کميسون په هرات کې يو لک جعلې رايې باطلې اعلان کړې، چې له دې وروسته ورته د تليفون او موبايل پيغام له لارې د مرګ ګواښونه ورکول کيږي.
شيرزی او مرستيال يې قربان علي کرماني وايي، چې دوی دغه ولايت کې يو لک جعلي رايې باطلې اعلان کړي، چې ډېری يې د ډاکتر عبدالله عبدالله وې او اوس د عبدالله او پلويانو لخوا يې ورته د مرګ ګواښونه کيږي.
شيرزی وايي، چې د دوی ژوند سل په سلو خطر سره مخ دی او د امنيتي ستونزو له امله نشي کولای، چې له خپل دفتره ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x