افغانستان

طالبانو د سرتیرو بریدګرو د روزنې ویډیو خپره کړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د طالبانو له لوري په تازه خپرې شوي ویډیو کې یو شمیر وسلوال ښکاري چې په یوه غرنۍ سیمه کې په پوځي تمریناتو بوخت دي.

د ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی اسیا ته د را لیږل شوی ویډیو سره په متن کې ویل شوي چې دا د الاماره سټوډیو ۸۲ یم فیلم دی چې د «عمري استشهادي کنډک» د روزنیز مرکز پوځي روزنې په کې ښودل کیږي.

او زیاته کړې چې فیلم ۲۸ دقیقې دی، په منځ کې د روزنې تر څنګ د جهاد پر فضیلت د علماو ویناوي هم شته.

نن ټکی اسیا ته په مختصره توګه تر فیلم کتلو وروسته ولیدل چې شاوخوا دیرش تنه طالبان پر مختلفو وسلو تمرین کوي او په پوځي موټرو کې ګرځي.

ویډیو لاندي کتلای شئ:

د پوځي چارو یوه کارپوه نن ټکی اسیا ته وویل چې د امریکایانو له لوري وروستیو بمباریو او اضافي ځواکونو را لیږلو وروسته دغه ډلې یو ځل بیا د سرتیرو بریدګرو عملیاتو ته توجه زیاته کړې او غواړي چې له جبهې جګړې څخه یو ځل بیا چریکي او سرتیرو بریدونو ته را وګرځي چې په دې توګه به ددوی تلفات کم او د مقابل لوري زیات وي.

داسي ښکاري چې ویډیو مخکې ثبت شوې او اوس نشر شوې ده، خو داچي ولي اوس نشر شوې؟، په اړه یې یاد کارپوه نن ټکی اسیا ته وویل چې کیدای شي طالبانو په دغه ویډیو سره کوم ځانګړی پيغام یو لوري ته ورکوي او یا کیدای شي روان ژمی په ورته سرتیرو بریدګرو تود ساتل غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x